
امنیه قومندان: د طالبانو زر کسیزي قطعې په خاشرود کي بریدونه کړي
نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۱۴مه، ۱۳۹۵ ل): لسګونه طالبانو د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کي د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی او هغه یې محاصره کړی دی.
د نیمروز ولایت امنیه قومندان غلام جیلاني ابوبکر رسینو ته وویل چي د طالبانو زرکسیزي قطعې په خاشرود ولسوالۍ کي د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی او هغه یې کلابنده کړې ده، ابوبکر زیاتوي چي د پولیسو دغه پوسته په رضي سیمه کي پرته ده او لسګونه پولیس پکښي اوسیږي.
امنیه قومندان وایي، سیمي ته مو تازه دمه ځواکونه استولي ترڅو د طالبانو محاصره ماته کړي.
طالبانو هم په سیمه کي د جګړې خبر ورکړی دی، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږل سوي پیغام کي ویلي چي تېره ورځ مازدیګر مهال ددوی ځواکونو د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کي د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی چي وروسته جګړه د شپې تر ۳ بجو اوږده سوي ده.
نوموړۍ زیاتوي چي په سیمه کي د کومکي ځواکونو سره هم جګړې سوي دي، احمدي ادعا کوي چي په جګړه کي یې څلور ټانګونه سوځولي، دوه یې نیولي او ۵۰ تنو امنیتي سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولي ده.
د طالبانو د خبر په تړاو تراوسه د نیمروز چارواکو کوم عکس العمل نه دی ښودلی.