افغانستان

د افغانانو په جسدونو متیازې کوونکی امریکايي عسکر فرقه مشر شو

pic

د هغه امریکايي سرتیري چې پروسږکال یې د افغانانو د شهیدانو په جسدونو د متیازو ویډیو خپره شوې وه او د عامو خلکو سختې غصې یې راپارولې وې، یوه عسکري رتبه راکمه شوه او اوس “فرقه مشر” شو.

د امریکا بحري ځواکونه وايي چې محکمې نوموړي ته دا جزا وروسته له هغه ورکړه چې نوموړي په خپل جرم اعتراف وکړ.

رابرټ ریچارډز د هغو اتو امریکايي سرتیرو مشر وه چې د ۲۰۱۱ کال د جولای په ۲۷ نیټه یې د هلمند په ولایت کې د “تروریزم” په وړاندې د عملیاتو په لړ کې د طالبانو د شهیدانو په جسدونو تشې بولې وکړې او ویډیو یې خپره کړې وه.

په ویډیو کې د امریکا متحده ایالاتو بحري ځواکونه په خپل عسکري یونیفورم کې لیدل کیدل چې د درې تنو افغانانو په جسدونو تشې بولې کوي او د مسخرو له مخې په خپلو منځو کې وايي “ملګرو! ښه ورځ ولرئ”.

دا ویډیو چې له پیښې یو کال وروسته (په ۲۰۱۲ کال کې) خپره شوه یوه له هغو پاروونکو پیښو څخه وه چې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې يې د افغانانو سختې غصې راپارولي.

طالبانو په هغه وخت کې دا پیښه د ټولو انساني او اخلاقي نورمونو خلاف عمل بللی وه، او د ملګرو ملتونو په سازمان او نورو بشرپالو ټولنو یې غږ کړی وه چې هغه شعارونه ریښتیني کړي چې د بشرپالنې په اړه یې زمزمه کوي او د امریکا د دا راز غیر انساني اعمالو مخه دې ونیسي.

خو له هغې پیښې یو کال وروسته د امریکا بحري قواوې وايي چې ریچارډز ته دا جزا په دې خاطر ورکوي چې په خپلې دندې کې يې سستي کړي، او داسې عمل یې ترسره کړی چې مسلحو قواوو نوم، نظم او ضبط ته یې تاوان رسولی.

تمه کیده چې په پیښه کې ککړو امریکايانو ته به د (بشري حقوقو د ماتونې) په تور سزا ورکړل شي، د کوم څه چې امریکایان ډیره یادونه کوي، خو داسې معلومیږي چې مجرم امریکايي سرتیری په دې خاطر محکمې ته نه دی غوښتل شوی چې د افغانانو د مړو جسدونو ته یې سپکاوی کړی، بلکه له دې امله محکمې ته کش شوی چې له لاسه یې د امریکا پوځ رسوا او بدنام شوی او پر ضد یې کرکې او غصې راپاریدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x