په طالب پوهنه او پیژندنه کي ستونزه

سید سعید

د طالبانو دمشر ملا اختر محمد منصور صاحب تر شهادت وروسته امریکایې ولسمشر اوباما زیاته کړه چي د منصور صاحب په نښه کیدو دسولي لپاره لاره هواره کړه او په وینا یې چي همدا چاره به دفشار دالې په توګه طالبان سولي ته حاضر کړي.

دامریکا خارجه وزیرکیري وویل طالبان باید دخپل مشر د په نښه کیدو څخه عبرت واخلي، کنه نور مشران به یې هم د ورته برخلیک سره مخ شي.

دکابل حکومت مشرانو ( غني او عبدالله) طالبانو ته اخطار ورکړ چي وسله پر مځکه کښیږدي، د سولي له پروسې سره ځای شي، کنه نو د ډرون بریدونو ښکار به شي.

طالبان روانه جګړه دخدای جل جلاله په لار کي مقدس جنګ (جهاد) ګڼي، په دې لاره کي کړاونه، ستونزي، زخمونه، اسارتونه یو لوی فضیلت او ثواب او په همدې لاره کي مرګ شهادت ګڼي، شهادت هغه اوچت مقام دی چي انحضرت صلی الله علیه وسلم یې دترلاسه کولو دعاء او تمنا کړې ده، د قران کریم په مختلفو سورتونو کي د خدای جل جلاله په لار کي مرګ لویه نیکمرغي بلل شوې، ان تردې چي لوی خدای جل جلاله په خپل کلام کي انسانانو ته فرمایې چي :« تاسي هغو کسانو ته مړه مه وایاست چي دخدای جل جلاله په لار کي وژل شوي وي، دوی مړه نه ، بلکي ژوندي دي، خو صرف تاسي پرې نه پوهیږئ، بل ځای الله تعالی فرمایې چي تاسي پر هغو کسانو دمړو ګومان مه کوئ چي دخدای تعالی په لار کي یې سرونه ښندلي وي، دوی ژوندي دي اودده عزوجل له لوري رزق ورکول کیږي».

د طالبانو تحریک دمشرتابه د شهادت او اسارت لویه مخینه لري، خو تېر ته په پام کله هم د طالب مشرانو شهادت دطالبانو خوځښت کمزوری کړی نه دی، په ځینو مواردو کي دمشرتابه شهادت او وفات نور هم طالبان مضبوط کړي دي.

د طالب د دښمن لویه ناکامي همدا ده چي طالب یې نه دی پیژندلی، مثلا امریکا او دکابل حکومت طالبانو ته په واک کي دونډي ورکولو مکرري نارې وهي، اما واقعیت دادی چي طالب دچوکۍ لپاره مبارزه نه کوي، که د طالب دمبارزې هدف د منصب ترلاسه کول اوساتل وای، نو ولي به یې دامریکا غوښتنو ته منفي ځواب ویلای، له امریکا سره به یې پرځینو موضوعاتو توافق کړی وای، نور به یې هماغه امارت وای، نه به تور او جایزه لیستونه وای، نه به د ترهګرۍ تورونه وای، نه به ګوانټانامو، بګرام او کندهار کي زندانونه ترې ډکیدلای او نه به هم دموجوده ستونزو او گواښونو سره مخا مخ کیدلای، خو اصل خبره داده لکه مخکي چي هم ذکر شوه، دطالب مبارزه دمادیاتو لپاره نه ده، طالب خپله مبارزه جهاد ګڼي، دې لاره کي ستړیاوي، مشکلات، زندان، زخمونه او له ژوند سره خدای پاماني کول دالله تعالی د رضاء ستر سبب بولي او جالبه لا داچي پرې ویاړي او یو تربله مبارکۍ سره ورکوي.

له عقله لیري نه ده؟، چي څوک دیو شي سره دومره مینه لري چي د ترلاسه کولو لپاره یې پنځه وخته لاسونه لپه کوي، همدا یې لوی ارمان وي، پرې ویاړي، ذکر وفکر یې داوي چي فلان ډير نیکمرغه ؤ چي دشهادت جام یې پر سر واړاوه، خو یوبل څوک یې بیا په همدغه مینه، ارمان او ارزو ډاروي او ګواښ ورته کوي چي که له خپله هوډه وانه وړې نو همدغه ارمان ( شهادت) به دي در پوره کړو.

د طالب دښمن دخپل حماقت او جهالت له امله د طالبانو نظام ړنګ کړ او په خپل پوځي شتون سره نور هم خپل حماقت ته دوام ورکوي، تېره یوه نیمه لسیزه طالب بندي شو، شکنجه شو، زخمي شو، معلول شو، شهید شو، دکور وکلي پریښودلو ته مجبور شو، شتمنۍ یې چور شوې، باغونه او فصلونه یې له خاورو سره برابر شول، پاسفورس، کیمیایې او بیلوژیکي وسلې پرې استعمال شوې، خو له خپلي مبارزې بیزاره نشو، پور ته ذکر شوو واقعیتونو ته په پام سره چي نور هم د طالب ډارولو کمپاین ته د حماقت نوم ور نه کړو څنګه به یې تعبیرو؟.

په طالب پوهنه کي ناکام شاګرد که پر خپل کار له سره غور ونه کړي او پر تیرو کړنو پښېمان نشي ، له یو عالم رسوایې سره به مخ شي او ستونزي به یې نوري هم پسي زیاتي شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د