دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۱۰برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

نبي کریم صلی الله علیه وسلم ړانده خلک بینا کړي دي

حضرت ابن عباس رضی الله عنه فرمایي چې یو ځل رسو ل الله صلی الله علیه وسلم په مسجد حرام کې په لوړ اواز سره د قرآن کریم تلاوت کاوه، چې په هغه سره د قریشو ځینې خلک په تکلیف شول او هغوی د رسو ل الله صلی الله علیه وسلم د نیولو لپاره ودرېدل، نو ناڅاپه د هغو لاسونه دهغوی له څټونو سره وتړل شول او هغوی ړانده شول او هیڅ یې نه لیدل، نو د رسو ل الله صلی الله علیه وسلم حضور ته راغلل او ویې ویل ای محمد ! صلی الله علیه وسلم موږ تا ته د الله او د دوستۍ واسطه درکوو، د قریشو د هر خاندان له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره خپلوي وه، نو رسو ل الله صلی الله علیه وسلم دعا وکړه او له هغوی څخه دامصیبت لیرې ختم او بینا شول.[1]

د فخر الموجودات صلی الله علیه وسلم او د شاتو مچۍ  ترمنځ خوږې خبرې

یوه ورځ حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د جهاد لپاره لښکر سره وتلی ؤ، یو ځای یې پړاو واچاوه او ویې فرمایل، چې دلته به ډوډۍ وخورو او لږ استراحت به وکړو؛ صحابه کرامو رضی الله عنهم عرض وکړ چې یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! وچه ډوډۍ شته او نور څه نشته؛ په دغه وخت کې یوه موچمچۍ راغله، بوڼهاری یې ډېر کاوه او پر صحابه کرامو باندې ګرځېده راګرځېده، صحابه کرامو وویل چې یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! دا د عسلو موچمچۍ ولي دومره بڼهاری کوي او بې قراره ده؟ نو فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې دا موچمچۍ له دې وجې نه بې قراره ده چې صحابه کرام هیڅ شی نلري چې له ډوډۍ سره یې وخوری، له ماسره سره هلته ډېر عسل شته او حال دا چې زه یې نشم راوړلای او څوک به یې راوړي؟ له دې څخه وروسته د اسلام ستر لارښود صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې ګرانه علی! ته ددې موچمچۍ پسې ولاړ شه او عسل راوړه۔ حضرت علی کرم الله وجهه د لرګي کاسه واخیستله او په موچمچۍ پسې روان شو، حضرت علی کرم الله وجهه دموچمچۍ غار ته ولاړ او ښه صفا عسل یې راوړل او د نبي کریم صلی الله مخې ته یې کېښودل؛ فخرالبشر صلی الله علیه وسلم عسل په خپلو یارانو ووېشل او کله چې صحابه کرامو رضی الله عنهم ډوډۍ وخوړله؛ نو همدغه موچمچۍ بیا راغله او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم مخې ته یې بیا بڼهاری جوړ کړ؛ صحابه کرامو پوښتنه وکړه، چې دا بیا څنګه راغله؟ نو د اسلام ستر پېغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې ما د موچمچۍ څخه پوښتنې وکړې او دې ځوابونه راکړل او هغه دا چې ما ور څخه وپوښتل چې ستا خوراک څه شی دی؟ دې ځواب راکړ چې دغرو او دښتو ګلونه دي۔ بیا مې ورڅخه وپوښتل چې په ګلانو کې ځینی ترخه، ځینی بد خونده او ځینې بل شانته وي، خو دا ټول ستا په خوله کې خواږه او پاک صفا شي؟ نو موچمچۍ ځواب راکړ: چې زموږ یوه مشره ملکه ده او موږ ټول د هغې تابع او حکم منونکې یو، کله چې موږ دا د ګلانو شیره راوړو؛ نو دا ملکه پر تا باندي درود شریف وایي او موږ یې هم ورسره وایو چې د درود شریف په ویلو سره همدا بدخونده، ترخه او بې ډوله شیره خوږه شي او پر تا باندې د درود په برکت او رحمت سره همدا شیره عسل وګرځي۔[2]

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم اصحابو کرامو مړي ژوندي کړي دي

حضرت انس بن مالک رضی الله عنه فرمايي چې موږ د یوه انصاري ځوان د ناروغۍ پوښتنې ته ولاړو، هغه ژر وفات شو، موږ د هغه سترګې بندې کړې او ټوکر مو پرې واچوه، په موږ کې یو سړي د هغه مور ته وویل چې د خپل زوی پر غم صبر کوه او پر دې د ثواب امید ساته؛ مور یې وویل ولې هغه وفات شو؟ موږ وویل هو! نو هغې خپل دواړه لاسونه د اسمان خوا ته پورته کړل او دا دعا یې وغوښتله، ای الله! ما پر تا ایمان راوړی او هجرت مې وکړ، تا ته راغلم او په ما چې کله هم څه مصیبت او سختي راغلې؛ له تا نه مې دعا غوښتې ده او تا هغه سختۍ او تکلیفونه له ما څخه ضرور لیرې کړي دي، زه له تا نه سوال کوم چې ته پر ما دا مصیبت مه اچوه. د هغې په دغې دعا سره، د هغې زوی ژوندی شو او له مخ نه یې ټوکر لیرې کړ، کښېناسته او لږ ساعت وروسته چې کله موږ خوراک کاوه نو هغه هم  له موږ سره خوراک وکړ.[3]

 

دنبي کریم صلی الله علیه وسلم شهیدان شوي صحابه کرام اسمان ته پورته شول

حضرت عروه رضی الله عنه وايي، کله چې اصحاب کرام په بئر معونه په غزا کې شهیدان شول او حضرت عمرو بن امیه ضمیري رضی الله عنه بندي شو؛ نو عامر بن طفیل د یوه شهید صحابي خوا ته اشاره وکړه او پوښتنه یې وکړه، چې دا څوک دی؟ حضرت عمرو بن امیه رضی الله عنه وویل: دا حضرت عامر بن قهیره رضی الله عنه دی، عامر بن طفیل وايي چې ما د هغه د شهید کیدو نه وروسته وکتل ، نو هغه د اسمان خوا ته پورته کړل شو، ما د اسمان خوا ته وکتل نو د هغه جسد د اسمان او زمکې ترمنځ ؤ، بیا د هغه جسد بیر ته پر ځمکه باندې کېښودل شو.[4]

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم خبرې له لېوه سره

حضرت حمزه بن ابی اسید رضی الله عنه فرمايي چې رسو ل الله صلی الله علیه وسلم د یوه انصاري جنازې لپاره بقیع ته تشریف یووړ، په لاره کې یو لېوه خپلي پښې خپرې کړې پرېوتې، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دا ستاسو له پسونو نه د خپلې برخی مقررولو لپاره راغلي دی، نو ځکه دده برخه وټاکئ، اصحابو عرض وکړ، ای د الله رسوله! څنګه چې ستاسو رایه وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل له هري څرېدونکې رمې نه هر کال یو پسه لېوه ته ورکوئ، اصحابو وویل دا زیات دی، رسو ل الله صلی الله علیه وسلم لېوه ته په اشاره سره وویل: ته په پټه حمله کوه او وړه یې، نو هغه لېوه ولاړ.[5]

نوربیا…

[1] حیات الصحابه ټوک ۳، پاڼه ۶۱۶/ احرجه ابونعیم فی الدلائل النبوة ص ۶۳

[2] (مقاصدالسالکین صفحه ۵۳)، بحواله (درودشریف کی برکات) لیکنه: مولانا ارسلان بن اخترمیمن۔

[3] حکایات الصحابه ټوک ۳، پاڼه ۶۵۶/ اخرجه ابن ابی الدنیا واحرجه البیهقی.

[4] حیات الصحابه ټوک ۳، پاڼه ۶۶۱/ اخرجه البخاری والبیهقی

[5] حیات الصحابه ټوک ۳ پاڼه: ۶۶۵/ اخرجه البیهقی وابونعیم والبزار کذافی البدایه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x