افغانستان

مجاهد د پلچرخي د بندیانو شکنجه کیدل وغندل

policharkhe-prisone

وروسته له هغه چې د پلچرخي زندان په دریم بلاک کې د زندان ساتونکو په بندیانو د وهلو او شکنجه کولو سربیره مخامخ ډزې وکړې او یو شمیر بندیان ئې شهیدان او ټپیان کړل، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا پیښه په کلکه غندلې.

ښاغلی مجاهد وايي چې د روژې د مبارکې میاشتې له پیل راهیسې بندیان په مختلفو بهانو ځورول کیدل، خو کله چې بندیانو په سولییز اعتصاب لاس پورې کړ د زندان چارواکو نه یوازې روا غوښتنې ونه منلې، په سلګونه بندیان ئې سخت ووهل.

که څه هم مجاهد د بندیانو د وژل کیدو په اړه څه نه دي ویلي خو د نن ټکی آسیا همکار ته د زندان له دننه څخه یو بندي ویلي چې دوی وهل شوي، مخامخ ډزې پرې شوي، او څو تنه بندیان ئې شهیدان شوي او څو تنه نور ټپیان شوي.

د نن ټکی آسیا د معلوماتو له مخې یو شمیر بندیان له زندانه ایستل شوي او له ډیرې مودې راهیسې نادرکه دي، کله چې ئې په اړه نورو ملګرو زندانیانو د معلوماتو غوښتنه کوله د زندان ساتونکو ئې د ټوپک په شپیلۍ ځواب ورکړ.

ښاغلی مجاهد وايي چې په دې لړ کې لسګونه بندیان د کوټه قلفۍ تورو خونو ته اچول شوي. نوموړی زیاتوي چې د زندان چارواکو لومړی پر بندیانو مختلف ګازونه استعمال کړل او بیا ئې پرې حمله وکړه، له حملې سره سم ئې د هغوی په وهلو ټکولو لاس پورې کړ او ډیر بندیان ئې په داسې حال کې د دریم بلاک له منزلونو کښته کول چې په وینو لړلي وه.

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې د نیکمرغه کوچني اختر په رارسیدو د دا ډول ناځوانمردانه کړنو مقصد د بندیانو او د هغوی د کورنیو او دوستانو ځورول دي او غواړي د خوښۍ ورځې ئې په غم او خواشیني وربدلې کړي.

طالبانو له بشري ارګانونو او خپلواکو رسنیو غوښتنه کړې چې “پر مظلومو بندیانو د کرزي رژیم د بدنامو او ظالمو چارواکو ظلمونه او شکنجې نړیوالوته ښکاره کړي او د مخنیوي په لاره کي دې اړین قانوني ګامونه واخلي”.

په افغانستان کې هغه زندانونه چې د دولت تر واک لاندې دي وخت په وخت ترې د شکنجو، ځورونو او آن د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کیږي.

د پلچرخي بندیان د بشري حقوقو او ناپییلو رسنیو څخه ګیله من دي چې د دوی د مظلومیت د اواز په اوریدلو او رسولو کې ئې خپل مسئولیت، هغسې چې لازمه ده، نه دی ترسره کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x