سلمابند د درې لسیزو انتظار وروسته نن پرانېستل کیږي – ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۵مه ۱۳۹۵ل): ټاکل شوې چې د سلما بند به نن د غبرګولي په ۱۵مه /جون ۴مه/ ولسمشر اشرف غني او د هند لومړی وزیر نریندر مودي پرانیزي.

د سلما بند د هرات ښار شمال ختیځ ته د چشت شریف ولسوالۍ کې د هریردو سیند په اوبو جوړ شوی دی. د دغې بند اصلي ذخیره ۲۰ کیلومتره اوږدوالی، ۳ کیلومتره پلنوالی لري او د ۶۴۰ میلیونه متره مکعب د اوبو د ذخيره کېدو ظرفیت لري چې ډکېدل یې تقریبا له ۹ تر ۱۲ میاشتو پورې وخت غواړي. د دغې ذخیرې ډکېدو سره به نېږدې ۷۵ زره هکتاره (۷۵۰ کیلومتره مربع یا تقریبا ۱۵۰زره جریبه) ځمکه خړوبه شي او ورسره به يې درې توربیلونه په ټولییزه توګه ۴۲ میګاواټه برېښنا تولید کړي.

یو میګاواټ بريښنا یو میلیون واټ کیږي او که فرض شي چې هره کورنۍ په اوسط ډول ۱،۰۰۰واټه برېښنا استعمالوي نو د یو میګاواټ پر مټ زر کورنۍ له برېښنا برخمنې کېدلای شي. د همدې فرضيې پر اساس سلما بند ښايي شاوخوا ۴۰زره کورنیو ته برېښنا ورکړي.

سلما بند پروژه څه وخت پېل شوه؟

د سلما بند پروژه په ۱۹۷۶ز کال کې د پخواني جمهور رییس سردارمحمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال د هند په مرسته پېل شوه. د دغه بند جوړولو لپاره ژمنه شوې وه چې د سعودي حکومت به ۵۵ میلیونه ډالر قرض افغانستان ته ورکوي. د پروژې ابتدايي کارونه هغه مهال پیل شوه او تقریبا ۲۵ سلنه کار یې د داوود خان د واکمنۍ پر مهال بشپړ شو.  ټاکل شوې وه چې چې ۱۹۸۱ل کال پورې به د دغه بند ګټې اخېستنې ته چمتو شي. بدبختانه د کمونستي کودتا او په افغانستان کې خونړۍ جګړو پیلېدو سره د دغې پروژې کارونه هم په ټپه ودریدل، سامان او اسباب یې له منځه ولاړل او د کورنیو جګړو پر مهال د دغه بند لږه جوړه شوې برخه هم ویجاړه شوه.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په ۱۳۸۴ل کال کې هند له افغانستان سره تړون لاسلیک کړ چې د سلما بند به بې لامعاوضې جوړوي. دوه کاله وروسته په ۱۳۸۶ل کال د کب د میاشتې په ۲۵مه حامد کرزي حکومت د دغې پروژې کارونه یو ځل بیا پیل کړل او د تهداب ډبره يې کېښودله.

د دغه بند د رغولو لپاره ۸۰ میلیونه ډالر ځانګړي شوي وو خو د بېلابېلو ستونزو له کبله تر دې مهاله پرې نېږدې ۳۰۰ میلیونه ډالر مصرف شوی دی.

سلما بند او امنیتي ستونزې

په پیل کې داسې اټکل شوې وه چې د سلما بند کارونه به په ۱۵ میاشتو کې پای ته ورسیږي خو د بېلابېلو سیاسي او امنیتي لاملونو له کبله دغه پروژې نېږدې ۱۰ کاله نور وخت واخېست. څو څو ځل ناڅرګندو وسله‌والو د یاد بند په کارکوونکو او انجنیرانو بریدونه وکړل او څو ځل یې امنیتي ساتونکي و وژل.

په دغې بند کارونه تر هغه وروسته یو ځل بیا په ټپه ودریدل چې ناڅرګندو وسله‌والو په ۱۳۸۹ل کال کې د دغې بند ۲۰ کارکوونکي او امنیتي ساتونکي و وژل. د دغه بریدونو هدف دا و چې په یوه نه یوه لار د دغه بند د رغولو چارې ودروي. هند هغه مهال ګواښ وکړ چې که د افغانستان حکومت د هندي او افغان کارکوونکو لپاره چې د سلما بند په رغولو کې کې کار کوي، امنیت ونه نیسي دوی به په دغې سترې پروژې کار یا ودروي او یا به یې هم وځنډوي.

د هند حکومت  سرچېنې وايي چې د سلما په بند ۱۵سوه هندي او افغان انجنیرانو کار کړی دی او انجنیران به په میاشت کې یو ځل د هلیکوپترو له لارې سیمې ته انتقالېدل. دغه بند ته نور سامان اسباب د ایران د بندرعباس له لارې ۱۲سوه کیلومتره لرې د هرات اسلام قلعه ته او بیا له اسلام قلعه څخه ۳۰۰ کیلومتره لرې د بند جوړیدو ځای ته لېږدول کېدل. سیمټ، وسپنې، چاودیدونکي توکي او نور اسباب له ګاونډيو هېوادونو څخه دغه بند ته واردیدل.

مخالفین څوک دي؟

د هریرود سیند اوبه ۱۱ کیلومتره اوږدوالی لري او د ترکمنستان او ایران سره شریکې دي. هريرود د بابا دغره له لو يديځو لمنو څخه چي ۴۰۰۰ متره ارتـفاع لري او بند سر جنگل نوميږي، سرچينه اخلي او د غور او هرات ولایتونو څخه تیریږي. دهرات له اسلام کلا څخه مخ په ذوالفقار شمالاً ۳۰ کېلومتره دافغانستان او ايران ترمنځ طبيعي سرحد جوړوي او بیا ترکمنستان ته داخلیږي.

ایران او ترکمنستان دواړه د دغو اوبو څخه ګټه اخلي او د سلما بند تر ټولو ستر مخالفین دي. افغانستان له ایران سره د اوبو پر سر لانجو اوږد تاریخ لري. د امو له اوبو را واخله تر هریرود پورې، ایران د افغانستان اوبه خپلې اوبه ګڼي. د سلما بند د جوړیدو سره دغه دوه ګاونډي هېوادونه وايي چې دوی ته د اوبو ورتګ کې ۷۳ سلنه کمی راځي او دوی د افغانستان په دغو اوبو ځينې پروژې هم پیل کړې وې خو د سلما بند د جوړیدو سره دغه پروژې له ځنډ و خنډ سره مخ شوې.

ایران که څه هم رسما سکوت غوره کړی خو د سلما بند د جوړیدو ستر مخه‌نېونکی ایران ګڼل کېږي او داسې راپورونه هم ورکول شي چې په دغه سیمه کې د ناامنۍ تر شا هم د ایران لاس دی. افغان سیاستمدارانو هم څو څو ځل ایران په دې تورن کړی چې د سلما بند د جوړیدو مخه نیسي خو د افغانستان حکومت رسما تر دې دمه نه دي ویلي چې د سلما بند د جوړیدلو مخ کې د نا امنۍ ایجادولو کې ګاونډی ایران لاس لري.

یو بله ډله بیا په دې نظر ده چې د سلما بند د جوړیدلو مخه پاکستان نېوله، ځکه دغه هېواد په هېڅ صورت نه غواړي چې خپل تاریخي رقیب هندوستان په افغانستان کې نفوذ وکړي او یا هم محبوبیت ترلاسه کړي.

د دې هر څه سربېره د سلما بند جوړیدل د افغانستان لپاره پر ځان تکیه کېدلو لپاره یو د پاموړ پرمختګ دی. په دې هیله چې د افغانستان په نورو اوبو چې بې فایدې ګاونډیو هېوادونو ته ځي، هم ورته پروژې پیل شي او افغانستان یو پر ځان بسیا هېواد شي.

تبصرې (2)

  • «امت نیوز» مدعی شد
    فشار پاکستان و تعویق ساخت ۱۲ سد روی دریای کابل توسط «اشرف غنی»

    روزنامه پاکستانی مدعی است که رئیس جمهور افغانستان پروژه‌‌های هندی برای ساخت ۱۲ بند روی دریای کابل را با هشدار نزدیکان خود به تعویق اندخته است زیرا این موضوع سبب تنش همیشگی با پاکستان می‌شد.
    ب«اشرف غنی» رئیس جمهور افغانستان پروژه 12 بند روی دریای کابل را که قرار بود با کمک هند ساخته شود به دلیل ایجاد تنشهای دائمی با پاکستان به تعویق انداخت.
    براساس برخی منابع، به رئیس جمهور افغانستان هشدار داده شده بود که در صورت ساخت 12 بند ابگردان روی دریای کابل نه تنها مناطق «چارسده» و «نوشهره» در ایالت «خیبرپختونخوا» ویران خواهند شد بلکه تنشهای دائمی در روابط کابل – اسلام‌آباد سبب مشکلات بیشتر دو کشور خواهد شد.
    منابعی به امت نیوز گفتند که دولت هند چند سال پیش به دولت افغانستان پیشنهاد داده بود که برای تولید 11 هزار مگاوات برق با هزینه 30 میلیارد دلار 12بند بر روی دریای کابل خواهد ساخت.
    افغانستان می‌تواند چهار هزار مگاوات برای نیازمندیهای داخلی خود و مابقی 7 هزار مگاوات را به پاکستان، چین یا سایر کشورهای منطقه صادر کند.
    «نارندرا مودی» نخست‌وزیر هند در دیدار اخیر از افغانستان، در مراسم گشایش بند سلما شرکت کرد و طرح امکان سنجی 12بند دیگر بر روی دریای کابل را به اشرف غنی ارائه کرد که 8 میلیارد دلار از بانک جهانی و مابقی 22 میلیارد دلار را نیز هند فراهم خواهد کرد.
    براساس منابع، برخی مقامات کابل در این خصوص گفته‌اند که هند به دنبال ویرانی پاکستان است و درصورت ساخت 12بند بر روی دریای کابل، برخی مناطق ایالت خیبرپختونخوا پاکستان ویران خواهد شد.
    منطقه چارسده روابط ویژه‌ای با کابل دارد.
    در حالی که چارسده مرکز خاندان «ولی خان» و حزب «عوامی ملی» پاکستان است بنابراین، دولت کابل در صورت ویران شدن این منطقه از حمایت سیاسی مهم در این کشور محروم خواهد شد.
    همچنین ویرانی منطقه نوشهره سبب آغاز ساخت سد «کالاباغ» در پاکستان خواهد شد.
    مردم نوشهره پس از آن که مجبور شوند اجازه ساخت سد کالاباغ را می‌دهند.
    با این حال، منابع می‌افزاید که رئیس جمهور افغانستان با مشورت وزرا و نزدیکان خود به توافق رسیده تا این پروژه هندی را در حال حاضر به تعویق اندازد.

  • زه د سلما بند ته که کم کیفیته هم وی ( په هغه هیواد کی جوړه شوی چه د نړیوال فساد طلای مدال یی تر لاسه کړی او دا ۱۵ کاله یی ساتلی او هڅه لری چه تل تر تله دا ویاړنه وساتی ) مخالف نه یم ، ولی دا چه په کوم کیفیت به جوړ شوی وی رنګ به یی د کانکریتو خو دننه به کاغذی مواد پکی کارول شوی ډاریږم چه څه وخت وروسته د هغه ولایت مظلوم افغانان د اوبو لاندی نه کړی .
    بله ویره چه لرم د دغه بند لاسته راوړنه به د بیت المال په ځای د څو میلونرانو جیبو ته ځی او له هغو میلونرانو به بیلونران جوړ کړی .
    دریم ، دغه پروژه د داود خان وخت کی پیل شوی او اوس له ورانیدو وروسته بیا جوړه شوه ، داسی نه چه همدا پروژه وه ، په سلهاوو نوری پروژی وی چه د کابل د فاسدی اداری له خوا څو خلی په قراردیانو وپلورل شوه او اخری قراردادی ته په هغه بیه پلورل شوی وه چه د اخستل ښوو روپو سره باید وتښتی او هغه پروژی په صفر کی ضرب شوی ، دا پروژه چه جوړه شوی د دوی په واسطه به څو ځله ورانیږی چه له هنده یی د جوړولو روپی واخلی او خپلو جیبونو کی یی واچوی او د ورانولو پړه یی هم په طالبانو واجوی یعنی لاسته راوړنی یی د دوی او بدنامی به یی د طالبانو وی .
    څلورم : هند کی داسی خلک هم شته چه د سهار مومی د ماشام هیله نه لری او که د ماشام مومی د سهار هیله نه لری ، که هند دغه ۳۰۰ میلونه ډالر په هغو وویشی یو کال یا څو میاشتی لوږه یی برطرفه کیږی مګر د افغانستان فاسدی اداری ته دغه مفته ورکوی ، مفته ورکول او هغه هم د داسی فاشست هندو له خوا ، چه په هند کی د مسلماناو دشمن او افغانستان کی د مسلمانانو خیرخواه وی هیڅکله هم نه . د هند دغه مرسته د افغانستان د تریلنو ډالرو معدنیاتو له مخی ده ، له افغانستان څخه د پاکستان په مقابل کی د وسلی په شان کار اخستل دی کله چه پاکستان له مخه لیری کړی بیا د افغانستان د لیری کولیو یا کارولو کار دی چه د مرکزی اسیا زیرمو ته ځان ورسوی او یا هلته د ځان د پاره مارکیت جوړ کړی ،او داسی نور ډیر عوامل او فتکتورونه دی چه په اوسنی شرایطږ کی د سلما د بند تاوان تر ګټو زیاتوی ، دا چه ګټی یی رنګه او تاوانونه یی کم رنګه او وروسته راروان دی ډیرو ته به زما دا تبصره ناسمه ښکاری خو زه د خلکو نیوکو ته تر دی زیات د حقایقو له مخی د قناعت وړ ځوابونه لرم مننه