افغانستان

عام افغانان د اختر په شپوورځو کې د لا زیاتو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ډار لري

afghans01
د هغه معمول له مخې چې هر کال د اختر په شپو کې د ملکي خلکو په مینځ کې چاودنې کیږي او درنې مرګ ژوبلې وراړوي، عام افغانان ویریږي چې ښايي د سږني اختر په شپو ورځو کې د ملکي خلکو په مینځ کې نورې چاودنې هم وشي.

دوی د خپلې ویرې او اندیښنې دلیل دا ښيي چې له تیرو څو کلونو راهیسې  په مکرر ډول د اختر نه څو ورځې وړاندې او یا د اختر په شپو ورځو کې د نامعلومو کړیو لخوا د ملکي افغانانو د ګڼې ګوڼې په سیمو کې خونړۍ چاودنې رامینځ ته شوي دي.

د (۲۰۱۰) کال د کوچني اختر نه درې شپې مخکې د غزني ښار امام ابو حنیفه مسجد ته نږدې چاودنه وشوه او لسګونو ملکي وګړو ته ئې مرګ ژوبله واړوله.

د (۲۰۱۱) کال د کوچنی اختر نه درې ورځې وړاندې په هرات او فاریاب ولایتونو کې مسجدونو ته څیره ملکي وګړي د چاودنو هدف وګرځیدل او تر ۲۰ تنو ملکي وګړي په کې ووژل شول.

د همدې کال (۲۰۱۱) کال د لوی اختر په لومړۍ ورځ یو ځل بیا په بغلان ولایت کې د یوه مسجد سره په داسې حال کې چاودنه وشوه چې خلک د اختر له لمانځه وروسته د راوتلو په حال کې وو. په دې چاودنه کې هم ۲۰ تنو ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

پروسږ کال (۲۰۱۲) په فاریاب ولایت کې د میمنې ښار د عیدګاه جومات مخې ته هغه وخت زوروره چاودنه رامینځ ته شوه چې لمونځ کوونکي د لوی اختر تر لمانځه وروسته د وتلو په حال کې وو. په یاده خونړۍ چاودنه کې ۴۰ تنه ملکي وګړي ووژل او ۵۰ تنه ژوبل شول.

د همدې (۲۰۱۲) کال د کوچني اختر نه هم څلور ورځې مخکې د هرات ولایت د لیلامیو په جاده کې د ملکي وګړو په مینځ کې چاودنه شوې وه.

سږ کال چې د مبارکې روژې د میاشتې پای ته د ګوتو په شمیر ورځې پاتې دي او نیمکرغه کوچنی اختر په رارسیدو دی، د ملکي وګړو د ګڼې ګوڼې په سیمو کې یو ځل بیا د چاودنو خبرونه ورکول کیږي.

درې ورځې وړاندې په جلال اباد کې د امیر شهید باغ سره د عربانو ګولايي په سیمه کې چې د پاکستان او هندوستان قونسلګرۍ ته نږدې ده، چاودنه رامینځ ته شوه او په کې ګڼو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.

چارواکو د پیښې پسې سمدستي متصل پړه په طالبانو واچوله، طالبان یې د هیواد او ولس دښمنان وبلل، او دا چې د چاودنې ځای ته د هندوستان او پاکستان دواړو قونصلګري یو برابر فاصله لري ادعا وشوه چې طالبانو د پاکستان په اشاره د هندوستان په قونصلګرۍ د برید نیت درلود.

همدا نن، چې نیمکرغه کوچني اختر ته ایله دوه ورځې پاتې دي، د جلال اباد ښار په تالاشۍ چوک کې یو ځل بیا د ملکي خلکو په مینځ کې د چاودنې راپور ورکړ شو.

عام افغانان چې د تیرو کالونو د اخترونو تجربه لري، اندیښمن دي چې ممکن په نورو ځایونو کې هم سږکال د اختر نه مخکې او یا د اختر په مراسمو کې چاودنې رامینځ ته او ملکي وګړي په نخښه کړل شي.

دا چې د دغسې منظمو چاودنو او بریدونو تر شا په دقیقه توګه د چا لاس دی، رنګارنګ نظرونه مخې ته راځي. د یو شمیر کتونکو په اند، دغه چاودنې، چې په زماني او مکاني دواړو لحاظونو په ډیر حساس وخت کې رامینځ ته کیږي او د درز سره سم ئې پړه د طالبانو په اوږو بار وي، ښايي د طالبانو پر خلاف د فکري جګړې په برخه کې یوه بله تبلیغاتي آله وي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو په کاري لایحه کې د ملکي تلفاتو په مخنیوي سخت ټینګار شوی، طالبان په خپلو اداري تشکیلاتو کې د (ملکي تلفاتو د مخنیوي) په نامه ځانګړی کمیسون لري، او د طالبانو مشر ملا محمد عمر په خپل سږني اختریز پیغام کې خپلو مجاهدینو ته په کلکه توصیه کړې چې د ملکي وګړو له ژوند سره لا زیات پام وکړي او په دې برخه کې له اړونده کمیسون سره همکاري وکړي ترڅو دده په وینا د طالبانو په خلاف د تبلیغاتو مخه ونیول شي او ولس او نړیوالو ته رښتیني حقایق ورورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x