ويکيليکس: ايران د عراق په مرسته په حج کې د ګډوډۍ جوړولو پلان لري

نن ټکی اسیا ( شنبه، غبرګولي ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د پټو اسنادو خپرونکې ويکيليکس ويبپاڼې ليکلي، چې عراق به د راتلونکي حج لپاره ۱۰۷۰ ايراني ملېشو ته خپل پاسپورټونه ورکړي او دغه ملېشې به د ايران په دستور د حج پر مهال ګډوډي او لانجې جوړې کړي.

ويکيليکس دا اسناد په داسې وخت کې خپاره کړي، چې تېره اوونۍ ايران پرېکړه وکړه، چې راتلونکي کال ته به خپل خلک د حج لپاره نه لېږي.

د سعودي حج او اوقافو وزارت وايي، چې ايراني پلاوي ته يې د حج په اړه د ډېرو اسانتياوو ژمنه ورکړه، مګر ياد پلاوی د تړون له لاسليکېدو وړاندې ايران ته ستون شو.

د سعودي چارواکو په وينا خام الحرمين الشريفين سلمان بن عبدالعزيز امر کړی و، چې ايراني پلاوي سره دې د حج په اړه تر خپل توانه نرمي وشي، تر څو ايرانيان وکولای شي، په اسانه د حج فريضه ادا کړي.

د سعودي حج او اوقافو وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې دوی ايراني پلاوي ته رسمي هر کلی ووايه، ټولو ته يې د عمرې ادا کولو زمينه برابره کړه او له هغې وروسته يې دوه ورځې د حج په اړه ايراني پلاوي سره هر اړخيزې خبرې وکړې او د ايراني پلاوي ټولې غوښتنې يې ومنلې، چې وروستی پرېکړه ليک يې په لاندې ډول دی.

ايران به خپلو اتباعو ته اليکترونيکي پاسپورټ ورکوي او په دغه بهير کې به د سعودي بهرنيو چارو وزارت هم څار او مرسته کوي.

د ايراني او سعودي حاجيانو خدمتونه به په يو ډول کېږي.

دواړو لوريو پرېکړه کړې وه، چې د سويس سفارت له لارې به ايران د خپلو حاجيانو خدمت کوي.

د سعودي چارواکو په وينا له دوو ورځو پرله‌ پسې مثبتو ناستو وروسته ايراني پلاوي وويل، چې دوی خپل هېواد ته ځي او دغه پرېکړه ليک يې لاسليک نه کړ.

سعودي وايي، چې ايراني چارواکي، خپل رب او بيا خپل ولس ته پړه دي، چې خپل خلک يې حج ته له تلو منعه کړي دي.

لبناني مدني فعال جيري ماهر هم د سعودي امنيتي چارواکو له قوله ليکلي، چې دوی د ايراني چارواکو او د سعودي ختيځ کې د شيعه سعوديانو ترمنځ خبرې ثبت کړي، چې ايران يې د روژې په مياشت کې تاوتريخوالي او ترهګرۍ ته هڅوي.

جير ماهر په خپل ټويټر حساب کې د سعودي چارواکو له قوله ليکلي، چې ايران خليجي هېوادونو کې خپل پلويان او شيعه ملېشې ترهګرۍ ته هڅوي او په لوی لاس غواړي، چې سعودي او کويت کې د جوماتونو ترڅنګ د شيعه ګانو جوماتونه هم په نښه کړي، تر څو په عربي نړۍ کې مذهبي تاوتريخوالی زيات شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د