نوی هارډیسک چې یوازې یو ګرام وزن لري

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۵مه ۱۳۹۵ل): سامسنګ کمپنۍ نوی هارډیسک جوړ کړی چې ۵۱۲ ګیګابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرلو سره یوازې یو ګرام وزن لري.

سامسنګ کمپنۍ وايي چې کاروونکي کولی شي دغه هارډیسک د خپلو شخصي فایلونو ساتلو لپاره په خپلو شخصي اوزارو کې استعمال کړي.

د سامسنګ کمپنۍ په وینا دغه هارډیسک کې داسې ټکنالوژي کارول شوی چې یوازې په دریو ثانیو کې تقریباً ۶۰۰ ایم بي فایل کاپي کولی شي.

سامسنګ کمپنۍ اعلان کړی چې راتلوونکی میاشت خپل SSD هارډیسکونه له NVMe ټنکالوژي سره کاروونکو ته په مختلفو ماډلونو کې وړاندې کړي.

دغه هارډیسکونه به کاروونکو ته په ۵۱۲ ګیګابایټ، ۲۵۶ ګیګابایټ او ۱۲۸ ګیګابایټ وړتیا سره وړاندې شي. سامسنګ کمپنۍ بیا هم کوښښ کوي چې د دغو هارډیسکونو وړتیا نور هم زیات کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د