روغتیا

ګډوډ او بې ترتيبه ژوند د ګوزڼ لامل ګرځي

نن ټکی اسیا ( شنبه، غبرګولي ۱۵مه ۱۳۹۵ل): په دفتر او کورنو کې بې پلانه او ګډوډ کار د ګوزڼ لامل ګرځي.

د ټيکساس د طبي څېړنو پوهنتون په خپله تازه څېړنه کې ويلي، چې په څو شفټونو کې بې ترتيبه کار کول، د چاغوالي تر څنګ د دماغي ټکان يا ګوزڼ لامل ګرځي.

د څېړنې له مخې انساني ژوند د يو پلان عادت وي او د بدن دننه يوه ګړۍ يې کنټرولو، چې خوب به کله کوې، کله به ويښېږې، خوراک او کار به کله کوې؟ دا او د ژوند هر کار کنټرولوي.

د څېړونکو له قوله کله د شپې او کله د ورځې کار، دګډوډ خوب او خوراک له امله د بدن دننه د کنټرولوونکې ګړۍ فعاليت اغېزمنيږي او ورسره ګڼ مرضونه پېښېدای شي.

څېړنه زياتوي، چې ګډوډ ژوند او کار سره دماغو ته مناسبه وينه نه رسيږي، چې له امله به يې انسان مري او يا تلپاتې معذورېدای شي.

طبي کارپوهانو په دفترونو او کورونو کې هغو کسانو ته مشوره ورکړې، چې بې ترتيبه او ګډوډ کار کوي، له غوړو خوړو،پرله پسې ناستو او سيګرټو پرهېز وکړي او دې سره کولای شي، چې د فالج يا ګزڼ اغېز کم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x