حامد کرزی: پاکستان دې پر تورخم د وېزې بندیز ختم کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۵مه، ۲۳۹۵ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لوري پر تورخم د تګ راتګ لپاره د وېزې لګول غندلي او له پاکستانه يې غوښتنه کړې چې دا بندیز دې لرې کړي.

نوموړي چې له مشال راډيو سره خبرې کولې وویل چې ډېورنډ کرښه کومه رسمي پوله نه ده، د کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه يې نه مني او دا ولسونه باید ازاد تګ را تګ وکړي.

د هغه په خبره تر سلو ډېر کلونه کېږي چې انګریزانو دا کرښه تحمیلي کړې، خو له پیله يې تر اوسه پورې هیڅوک هم پر پاسپورټ او وېزې نه دي تللي راغلي.

نوموړي پر پاکستان غږ وکړ: «د پاکستان له حکومته مې د یو ورور په توګه دا غوښتنه او ارزو ده، پرېږده چې ولسونه ازاد تګ راتګ وکړي.»

د روانې میلادي میاشتې له پیل سره سم پاکستان پر تورخم هغو افغانانو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي چې له ځانو سره پاسپورټ او وېزه ونه لري.

په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي چې دوی له دې چارې ناخبره دي، خو دومره معلومات يې تر لاسه کړې چې پر تورخم د وېزې او پاسپورټ پرېکړه څو میاشتې وړاندې د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت شورا سره شوې ده او هغوی هم منلې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د