
کندهار: په میوند کې طالبانو د قرارګاه د نیولو دعوه کړې
نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): د کندهار په میوند کې طالبانو د یوې قرارګاه د نیولو او ۲۵ عسکرو د وژلو دعوه کړې ده.
طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې تېره شپه يې د میوند په بند تیمور سیمه کې د امنیتي ځواکونه پرته قرارګاه له درنې جګړې وروسته بشپړه ونیوله.
د دوی په خبره په دې جګړه کې يې ۲۵ عسکر وژلي او د دوی درې تنه ملګري ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه کاږي چې د یادې قرارګاه په نیولو سره يې ګڼ مهمات هم تر لاسه کړي دي.
تر اوسه د کندهار ځايي چارواکو د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.