مزارشریف: د عطامحمد نور پر ضد لاریون روان دی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): په بلخ کې له نږدې یوې نیمې لسیزې حکمرانۍ وروسته د بلخ د واکمن پر ضد لاریون پیل شو.

دغه لاریون چې همدا شېبه په مزارشریف کې روان دی، د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور پر موازي حکومتولۍ تورنوي او پر مرکزي حکومت غږ کوي چې دوی دې يې له شره خلاص کړي.

لاریون کوونکي چې د عطامحمد نور پر ضد شعارونه ورکوي، د هغه چليپا شوي تصویرونه هم له ځان سره لېږدوي.noor-zid-laryun

تر اوسه نه ده څرګنده چې لاریون کوونکي یوازې ولسي وګړي دي او که د جنبش ګوند غړو پر مشرۍ دا لاریون پیل شوی دی.

د جنبش او جمعیت تر منځ په دې وروستیو کې اوبه تر دې اندازې خړې شوې چې پر یو بل يې مسلح بریدونه وکړل.

په بلخ کې د عطامحمد نور پر ضد وروسته له هغه لاریون کېږي چې نوموړي دوه ورځې وړاندې خبر داری ورکړ چې د ولسمشر مرستیال او د جنبش مشر جنرال دوستم په شمال کې نا امنۍ ته لمن وهي.

نور د ملي امنیت شورا هم د مچانو او خزندو ځاله وبلله او د دې شورا د ویاند څرګندونو ته په اشارې وویل چې ځينې مچان او حشرات د ده اړوند ناسمې څرګندونې کوي.

لاریون کوونکي چې شمېر يې سلګونو ته رسېږي له دولته غواړي چې په بلخ کې د دوی په اصطلاح روان موازي حکومت له منځه یوسي.

ياده دې وي ولسمشر غني د واک په لومړیو کې لوړه کړې وه چې د بلخ والي به له دندې لرې کوي، خو وروسته يې پر وړاندې بې وسه شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د