افغانستان

طالبانو د کرزي او امریکا ترمینځ احتمالي تړون مردود وباله

karzai and obamaq

طالبانو د واشنګټن او کرزي ترمینځ احتمالي امنیتي تړون په کلکه غندلی.

په دې مناسبت طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې دغه تړون یو مردود تړون بللی او ویلي ئې دي چې د “غلام رژیم” سره هر ډول تړون لاسلیک کول هیڅ حقوقي او قانوني اعتبار نه لري.

طالبانو د بهرنیو عسکرو د شتون سره سخت مخالفت ښودلی او ټینګار ئې کړی چې د یو بهرني عسکر شتون هم نه شي زغملی.

طالبانو ویلي چې د امریکا مقابلې ته پوره آمادګي، حوصله، او بشري ځواک لري او تر بشپړ وتلو پورې به ئې “مقدس جهاد” ته ادامه ورکوي.

په اعلامیه کې په امریکا غږ شوی چې د دولسو کالو په موده کې د وراوښتو زیانونو نه عبرت واخلي او په افغانستان کې د خپلو عسکرو د شتون له موضوع تیر شي.

“که امریکا او دهغو افغان غلامان په سیمه او افغانستان کې دريښتوني امن او سوکالي غوښتونکي وي نو باید له داسې شومو پريکړو لاس په سر شي چې د اوږدو غميزو او سيميزو جګړو باعث ګرځي ، موږ خپل هیواد په پردو عسکرو نه ساتو ، زموږ تاريخ او ماضې ثابته کړي چې دلته یرغلګر ځواکونه کله هم دمنلو نه وو”.

طالبانو دا هم ویلي چې د امریکا دغه اقدامات نه تنها افغانانو ته د منلو وړ نه دي بلکي په ټوله سیمه کې ورسره هیڅوک توافق نه لري.

که څه هم کرزی ټینګار کوي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر په اعتراض کې به له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر (جان کیري) وايي چې مطمئن دی د کرزي او واشنګټن ترمینځ به امنیتي تړون لاسلیک کیږي.

تراوسه ددغه احتمالي تړون مواد او محتوی له رسنیو پټ ساتل شوي، او دواړه خواوې په دې اړه ډیر لږ معلومات او یا عمومي څرګندونې کوي.

خو هغه څه چې د دواړو لوریو له څرګندونو ښکاري دا دي چې ددغه تړون په لاسلیک کولو سره به له دې وروسته په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شتون قانوني مجوز پیدا کړي.

دغه راز په نظامي برخه کې به هم د امریکا لپاره د عملیاتو او فعالیت ساحه وټاکل شي او لکه د تیرې یوې لسیزې برعکس به د کابل حکومت د نظامي عملیاتو نه مخکې په جریان کې اچول کیږي.

ولسمشر کرزی او ملاتړي ئې دا د افغان ولس لپاره مهمه لاسته راوړنه ګڼي.

خو دا چې کرزی له امریکا سره د افغان ولس په استازیتوب په کومو مادو او نقاطو مشتمل تړون لاسلیک کوي تراوسه ئې چارواکو په اړه په څرګنده توګه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي وه چې امریکا کرزي ته ګواښنه کړې چې که د امنیتي تړون په لاسلیک کولو کې چون وچرا وکړي، وبه وژل شي.

کتونکي په دې باور دي که دا تړون لاسلیک کیږي نو د کرزي د ولسمشرۍ د روانې دورې د پای ته رسیدو نه به وړاندې لاسلیک شي، ځکه چې ښايي امریکا د امنیتي تړون په اړوند تر کرزي بل وړ ولسمشر پیدا نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x