افغانستان

سلما بند به څو ساعتونو کې پرانېستل شي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني او د هند لومړی وزیر نریندر مودي به په څو ساعتونو کې د سلما بند «د افغان هند دوستۍ بند» په هرات کې پرانیزي.

سلما بند چې د رغولو چارې یې لومړی د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال پیل شوې وې، د هرات ښار شمال ختیځ کې په چشت شریف ولسوالۍ کې پروت دی.

په دغه بند لومړی کارونه نېږدې ۴۰ کاله وړاندې پیل شوي وو او هغه مهال اټکل شوې وه چې په ۵ کلونو کې به ورغول شي، خو د کمونستي کودتا او پرلپسې جګړو له کبله د سلما بند د رغولو چارې تر ۱۳۸۴ل کال پورې په ټپه ودرېدلې.

په ۱۳۸۵ل کال کې په دغه بند یو ځل بیا کار پیل شو خو څو ځل د امنیتي او لوژیستکي لاملونو له کبله د ځنډ او خنډ سره مخ شو.

په دې اړه نور ولولئ: سلمابند د درې لسیزو انتظار وروسته نن پرانېستل کیږي – ځانګړی راپور salma dam inugration

د سلما بند لپاره ۸۰ میلیونه ډالر ځانګړي شوي وو خو د بېلابېلو ستونزو له کبله پرې اوس نېږدې ۳۰۰ میلیونه ډالر لګیدلي دي.

د شاوخوا ۴۰ کاله انتظار وروسته نن ټاکل شوې چې د سلما بند «د افغانستان او هند د دوستۍ بند» به ولسمشر غني او د هند لومړی وزیر نریندر مودي نن پرانیزي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ چې د سلما بند پرانېسته د افغانستان لپاره تازه فصل ګڼي وايي چې دغه بند په څو ساعتونو کې د افغانستان او هندي چارواکو په شتون کې ګڼې اخېستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده چې د سلما بند پرانېستې په موخه اشرف غني تېره روځ هرات ته تللی دی او نريندر موده شېبه وړاندې هرات ته را ورسېد.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x