نړۍ

پټ سند: خمیني په ایران کې د امریکا ګټو ته ژمن وه

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): یوې برتانوۍ راډیو «بي بي سي» د ایراني انقلاب لارښود «ایت الله خمیني» په اړه یو پټ سند افشا کړی چې د نوموړي د مشهور دریځ برعکس له امریکا سره د هغه نږدې اړیکي بربنډوي.

د دغه سند له مخې ایت الله خمیني د امریکا پخواني ولسمشر «جان کینډي» ته پټ لیک لیږلی او په ایران کې يې د امریکايي ګټو د خوندیتوب اطمنان ورکړی.

په دې لیک کې د ایراني انقلاب مشر د امریکا پخواني ولسمشر ته لیکي چې باید له امریکا سره د ده لفظي دښمني ناسمه تعبیر نه شي ځکه چې دی په ایران کې د امریکا د ګټو ملاتړ کوي.

ویل کیږي چې د خمیني د لیک بشپړ متن په تهران کې د امریکا سفارت لخوا خپل حکومت ته په استول شوي راپور کې موجود دی. دغه راپور اوس د امریکا په ملي ارشیف کې پټ ساتل کیږي.

په دې لیک کې خمیني ټینګار کړی چې هیڅکله یې په ایران کې د امریکايي منافعو مخالفت نه دی کړی بلکې برعکس د شوروي اتحاد او برتانیې د نفوذ د مخنیوي لپاره په ایران کې د امریکا شتون ضروري بولي.

نوموړي همدا راز د اسلام او نورو ادیانو ترمینځ په تړاو هم خبرې کړي او لیکلي یې دي چې اسلام د نړۍ له نورو ادیانو او په ځانګړي ډول له عیسویت سره نږدې تړاو لري.

خمیني دغه لیک په ۱۹۶۳ کال له زندان څخه د تهران پوهنتون استاذ «میرزا خلیل جامرايي» په واسطه د امریکا حکومت ته لیږلی دی. هغه مهال خمیني په ایران کې د شاهي نظام د مخالفت په تور بندي وه او د مذهبي مشر مقام ته نه وه رسېدلی.

نوموړی د همدې مخالفت له کبله په ۱۹۶۳ کال بندي او په ۱۹۶۴ کال له هیواده وشړل شو. خو په جلاوطنۍ کې یې هم د شاهي نظام له مخالفته لاس وانخیست او بالآخره په ۱۹۷۹ کال د نوموړي پلویانو شاهي نظام راوپرځاوه او خمیني يې د «ایراني انقلاب د مخکښ لارښود» په نامه ونوماوه.

د افشا شوي سند پر اساس، خمیني په ۱۹۷۹ کال یو ځل بیا د امریکا ولسمشر «جیمي کارتر» ته لیک استولی وه او ژمنه یې ورکړې وه چې ایران به لویدیځو هیوادونو ته د تېلو په لیږد بندیز نه لګوي او همد راز به ایراني انقلاب د سیمې هیوادونو ته نه غځیږي او ایران به له امریکا سره نږدې او دوستانه اړیکي ټینګوي.

جیمي کارتر ته د خمیني د استول شوي لیک په یوه برخه کې راغلي:

«تاسو به وګورئ چې زمونږ او د امریکا ترمینځ هیڅ د پاموړ دښمني شتون نه لري، او تاسو به دا هم وګورئ چې په اسلامي قوانینو ولاړ اسلامي جمهوریت به د بشریت خواخوږی وي او د سولې او بشریت د ملاتړ لپاره به هڅې کوي».

دغه پټ اسناد چې د خمیني د مړینې د اوه ویشتمې کالیزې سره جوخت افشا کیږي، ښيي چې خمیني د ایراني انقلاب څخه څو اونۍ مخکې د امریکا ولسمشر ته په ایران کې د امریکايي ګټو د خوندیتوب ژمنې ورکړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

په موږ کي خو بیا دغسي کسان بېخي ډېر سته چي امريکايانو او نورو غليمانو ته د پړه کرک (مړز) غوندي بل کرک ته مازي چروړوت وهي، خو په پټه يې ملګري دي، ګټي يې ساتي او ډاډ يې ورکړی چي رشتيانی تاوان به هيڅ نه ور رسوي. په اصطلاح کوټ کوټ دلته لري او هګۍ هلته اچوي. لوی څښتن جل جلاله د دغو منافقانو په اړه ډېر پخوا لا فرمايلي دي: ﴿ مُذَبْذَبِينَ بَيْنَ ذَلِكَ لَا إِلَى هَؤُلَاءِ وَلَا إِلَى هَؤُلَاءِ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهُ سَبِيلًا (143) ﴾ [النساء : ۴ : ۱۴۳] ژباړه: دغه منافقان زړه… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

همت صاحب السلام علیکم ! اهل تشیع جوړول له خوارجو وروسته د یهودانو دوهمه پروژه هم اهل تشیع جوړول وو، که د تاریخ پاڼی واړوو ، د حسین رض د مرګ وسیله د کوفی شیعه ګان وو د هغه مبارک سره یی ژمنه کړی وه چه مونږ درسره د یزید په ضد جګړه کی ملګری یو ، کله چه هغه کوفی ته راځی هغه منافقین یی له ملګرتوب لاس اخلی او د هغوی ټوله کورنۍ او ملګری چه شمیر یی کم وزیات ۷۲ کسانو ته رسیږی له یوی مخی په شهادت رسیږی حتی د شمر په واسطه د حضرت حسین… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x