نړۍورزش

مسلمان سوک وهونکی محمد علي د ۷۴ کالو په عمر ومړ

نن ټکی اسیا ( شنبه، غبرګولي ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د سوک وهنې نړيوال اتل او امريکايي مسلمان محمد علي کلې د ۷۴ کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

د محمد علي د کورنۍ وياند رسنيو ته ويلي، چې نوموړی له تېرو دوو ورځو راهيسې د ساه بندۍ له امله په روغتون کې بستر و، چې نن د ۷۴ کالو په عمر ومړ.

د سوک وهنې د نړيوال اتل وياند رسنيو ته وويل، چې نوموړی له تېرې اوږدې مودې د ساه بندۍ په رنځ اخته و، درملنه يې روانه وه، مګر له تېرو دوو ورځو راهيسې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ شو او په روغتون کې يې بستر کړی و.

نوموړی په ۱۹۶۴م کې د سوک وهنې نړيوالې سيالۍ  کې اتلولي وګټله او له هغې وروسته مسلمان شو.

د محمد علي کورنۍ وايي، چې د نوموړي جنازه او تدفين به د کنتاکي ايالت په لويس ويل سيمه کې کيږي.

محمد علي درې ځل د سوک وهنې نړيواله اتلولي ګټلې وه.

نوموړی د خپل ژوند په وروسيتو کې د سينه بغل او مثانې پروستات له امله څو ځل په روغتون کې بستر شوی و.

دغه مسلمان سوک وهونکی د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۴م کې د سوک وهنې نړيوال اتل شوی و، ورپسې په ۱۹۷۴ او بيا په ۱۹۷۸ کې د درېيم ځل لپاره هم دغه اتلولي ګټلې وه.

د محمد علي پخوانی نوم کيسيس کلې و، مګر د لومړۍ نړيوالې اتلولۍ د ګټلو په سبا يې اعلان وکړ، چې ده اسلام قبول کړ او خپل نوم يې محمد علي کلې کېښود.

د محمد علي له نوم سره به «ګريټ» يعنې ستر ليکل کېده او دا لقب يې د نړيوالې اتلولۍ له ګټلو وروسته خپل کړی و.

نوموړي په خپل ژوند کې د سوک وهنې ۶۱ مقابلو کې ۵۶ ګټلې وې، چې بالاخره يې په ۱۹۸۱م کې د سوک وهنې له لوبې لاس واخيست.

د سوک وهنې تر څنګ محمد علي يو مسلمان مدني فعال او شاعر هم و.

محمد علي په دې وروستيو کلونو کې افغانستان ته هم راغلی و او دلته يې خلکو تود هرکلی کړی و.

له نوموړي پوښتنه شوې وه، چې له مرګ وروسته بايد په کوم نوم ياد شي؟ محمد علي ځواب ورکړ، چې دی دې په داسې نوم ياد شي، چې هېڅکله يې د خپل ولس سودا نه ده کړې او که دا خبره هم زياته وي، نو خلک دې دی د يو ښه سوک وهونکي په نوم وپېژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x