افغانستان

په پکتیکا کې د پاکستان د تدریسي نصاب په اړه د طالبانو د معارف کمیسون څیړنیز راپور

students

د جګړې او سولې انسټیټیوټ چې مرکز یې په امریکا کې دی، د جولای په ۲۵مه راپور نشر کړی وه چې د پکتیکا په برمل کې په ښوونځیو کې پاکستانی تعلیمي نصاب تدریسیږي.

د دغه راپور پسې متصل د کورنیو چارو وزارت د پیښې پړه په طالبانو اچولې وه.

خو د طالبانو د معارف کمیسون نن د یوې اعلامیې په خپرولو دغه تور بې ځایه بللی او ویلي يې دي چې د دوی د تحقیقاتو او پلټنو په پایله کې معلومه شوې چې یاده سیمه اصلا د طالبانو تر واک لاندې نه ده.

د سولې او جګړې انسټیټیوټ د یو تن، چې نوم یې عمران خان ښودل شوی، سره مرکه کړې وه او نوموړی ورته ویلي وه چې د مولوي سیدمحمد د ښوونځي زده کوونکی دی او په پاکستاني نصاب زده کړې کوي. ښايي نوموړي انسټیټوټ د “مولوي” توري په اوریدلو انګیرلي وي چې نوموړی ښوونځی په طالبانو پورې تړاو ولري.

خو د طالبانو د معارف کمیسون وايي چې د نوآباد کلی، چیرې چې د پاکستاني نصاب د تدریس ادعا کیږي، په بشپړه توګه د امریکایانو او د دولت تر واک لاندې دی.

په اعلامیه کې راغلي:

“ديادکلی له ٢ نه تر ٤ کيلو مترو پورې شااوخواټوله سیمه د کابل مفسدې ادارې يو سرحدي کنډک ،يو د (OGA) يا سپيشل فورس په نوم افغاني الاصله امريکايانو کنډک ، يوپه اصطلاح دملی اوردو کنډک او يوهم دسيمې داربکیانويو مهم مرکز پروت دى او ورسره دغرب خواته په څوکيلو مترۍ کې د مچداد په نوم د امريکايانو لوي بيس يا کمپائن موقعیت لري چې اوس پکې د امريکايي مشاورينو او د داخلي اجيرانو لويه قطعه پرته ده او يوه وړوکى هوايي ميدان هم لري”.

د طالبانو د معارف کمیسون زیاتوي چې د سیمې جغرافیوي موقعیت ته په پام سره هر راز مسئولیت امریکایانو او د کابل حکومت ته راجع کیږي، نه طالبانو ته.

طالبانو په ضمن کې په هیواد کې پردي تعلیمي نصابونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي:

“دافغانستان د اسلامي امارت د پکتيکا ولايت د معارف رياست دخپل اسلامي او افغاني احساس او داسلامي امارت د معارف د عالي کميسيون د مقراراتو دپه نظرکې نيولو له مخې په خپل مجاهد ولس او اسلام پروره خاوره باندې هر نوعه خارجي يرغل په خاصه توګه په علمي ميدان کې بيګانه اصول او نصابونه عملي کول نه يواځې داچې محکوموي بلکې په مقابل کې يي جدي دفاع کول خپله وجيبه بولي”.

په پکتیکا ولایت کې د طالبانو د معارف مسئول مولوي همت په ډله ییزو رسنیو غږ کړی چې اول معلومات کره او بیا نشر کړي، او د ورته راپورونو په خپرولو کې سیمه تشخیص کړي ترڅو ولس له ابهامه ووځي او وپوهیږي چې اصلي مسئولیت چا ته راجع کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x