
ویډیو
د سلما بند په اړه معلوماتي ویډيو
نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۵مه ۱۳۹۵ل): ټاکل شوې چې د سلما بند به نن د غبرګولي په ۱۵مه /جون ۴مه/ ولسمشر اشرف غني او د هند لومړی وزیر نریندر مودي پرانیزي.
د سلما بند د هرات ښار شمال ختیځ ته د چشت شریف ولسوالۍ کې د هریردو سیند په اوبو جوړ شوی دی. د دغې بند اصلي ذخیره ۲۰ کیلومتره اوږدوالی، ۳ کیلومتره پلنوالی لري او د ۶۴۰ میلیونه متره مکعب د اوبو د ذخيره کېدو ظرفیت لري چې ډکېدل یې تقریبا له ۹ تر ۱۲ میاشتو پورې وخت غواړي. د دغې ذخیرې ډکېدو سره به نېږدې ۷۵ زره هکتاره (۷۵۰ کیلومتره مربع یا تقریبا ۱۵۰زره جریبه) ځمکه خړوبه شي او ورسره به يې درې توربیلونه په ټولییزه توګه ۴۲ میګاواټه برېښنا تولید کړي.
په دې اړه معلوماتي ویډيو لاندې کتلای شئ: