افغانستان

تورخم: زرګونه ترانسپورتي موټر پاکستان ته بې ویزې داخل شول

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۵مه ۱۳۹۵ل): پاکستان تر هغه وروسته چې د تورخم له لارې يې دغه هېواد ته په ورتګ په هغو افغانانو چې ویزې نه لري بندیز ولګولو، نن یې په دغه بندیز کې نرمي راوستې او یواځې ترانسپورتي موټرو ته یې اجازه ورکړې چې پاکستان ته داخل شي.

پاکستان اعلان کړی و چې د جون د میاشتې د لومړۍ نېټې څخه به د ډیورنډ په کرښه هېڅ یو افغان ته اجازه ورنکړي چې بې ویزې پاکستان ته داخل شي.

دا په تېرو شاوخوا ۴۰ کلونو کې لومړی ځل و چې پاکستان ته دې د افغانانو په ورتګ د ویزې اخېستل تر دې بریده لازمي شي.

پاکستاني چارواکي وايي چې په جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ په موقتي ډول هغو موټرو ته چې ثبت شوي سوداګریز مالونه پاکستان ته لېږدوي، بې ویزې پاکستان ته په داخلېدو اجازه ورکړې ده.

د افغان ترانسپورت اتحادیې مسوول حاجي قاسم عرب ویلي چې په تورخم کې زرګونه موټر له دې کبله بند پاتې وو چې موټر چلوونکو سره یې پاسپورت او ویزه نه وه.

په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي چې دوی له دې چارې ناخبره دي، خو دومره معلومات يې تر لاسه کړې چې پر تورخم د وېزې او پاسپورټ پرېکړه څو میاشتې وړاندې د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت شورا سره شوې ده او هغوی هم منلې ده.

د یادونې وړ ده چې پخوانی ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لوري پر تورخم د تګ راتګ لپاره د وېزې لګول غندلي او له پاکستانه يې غوښتنه کړې چې دا بندیز دې لرې کړي.

نوموړي چې له مشال راډيو سره خبرې کولې وویل چې ډېورنډ کرښه کومه رسمي پوله نه ده، د کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه يې نه مني او دا ولسونه باید ازاد تګ را تګ وکړي.

د هغه په خبره تر سلو ډېر کلونه کېږي چې انګریزانو دا کرښه تحمیلي کړې، خو له پیله يې تر اوسه پورې هیڅوک هم پر پاسپورټ او وېزې نه دي تللي راغلي.ش

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x