فراه: د موټر د چپه کېډو له امله ۱۸ تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): د فراه په بالابلوک کې د موټر د چپه کېدو له امله ۱۸ تنه مړه شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان دي.

د فراه د امنیه قومندانۍ د امنیت امر وايي چې پېښه نن سهار وختي د توت چکاب په سیمه کې د ۳۰۳ ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوه.

د سمنوال محمد غوث ملیار په وینا يې ټپیان يې د هرات، فراه او نیمروز نږدې روغتيايي مرکزونو ته لېږدولي دي.

دغه موټر چې له کابل نه هرات ته په لار و، د چپه کېدو علت يې د موټر چلوونکي بې احتیاطي په ګوته کېږي.

د پېښې یو تن ټپي محمد ناصر په روغتون کې رسنیو ته وویل چې د موټر ټوله سپرلې شاوخوا ۶۰ تنه و، چې د ده په وينا له لسو تنو پرته نور ټول یا ټپیان شوي یا هم مړه شوي دي.

دی وايي چې موټر چلوونکي تېز رفتار کاوه، چې نا څاپه ترې موټر له سرکه ووت او د ده په واک کې نه و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د