افغانستان

فارن پالیسي : غرب دافغانستان په جنګ کې څو نمرې ګټلې ؟

دامریکا مشهورې تحلیلې نشریې  فارن پالیسي په خپله یوه وروستۍ  لیکنه کې په اسیااو افریقا کې د لویدیځوالو وروستي  جنګونه (  افغانستان ، عراق او لیبیا ) سره مقایسه کړې دي .

ورځپاڼې لیکلي دي ، چې ددې جګړو له جملې د ویتنام غوندې په افغانستان کې هم  لویدیځوال ناکام شوي دي .

ورځپاڼه وایي که چیرې  د کامیابۍ لپاره  ۱۰  نمرې حد و ټاکو ، نو امریکا او ملګرو یې ترټولو لږ  نمرې په افغانستان کې ګټلي دي ، فارین پالیسي دهر اړخیز تحقیق په پایله کې  دعراق دجنګ په اړه غربي یرغلګرو ته  ۷ نمرې ورکړې ، په لیبیا کې یې دلویدیځو یرغلګرو  ګټلې نمرې ۹ بللي دي ، خو په افغانستان کې لویديځوالو  له لسو  څخه یوازې ۴ نمرې ګټلي دي .

فارن پالیسي لیکلي چې دافغانستان وضعیت دعراق سرچپه وو ، دلته په لومړیو کې طالبان خاموش شول او کرار  کرار یې ستراتیژیک پاڅون پیل کړ ، تردې چې وروسته یې په بشپړ ډول دجګړې دمیدان ابتکار په لاس کې واخیست .

فارین  پالیسي وایي اوس چې لویديځوال له افغانستان وځي ، طالبان  په بیساري توګه پیاوړي  او برلاسي دي .

د ورځپاڼې په وینا په عراق کې بیا په لومړیو کې مقاومت ډیر توند او سخت وو ، په ۲۰۰۶ م کال کې په عراق کې ترټولو سخت بریدونه روان وو ، خو وروسته  کرار کرار مقاومت کمزوری شو .

فارین پالیسي وایي په افغانستان کې دغربیانو د شکست ترټولو مهم عامل دا وو چې دجګړې په ډګر کې پوځیانو واحده قومنده نه درلوده ، دامریکا پیاده او بحري قواوې ، دایتلاف ځواکونه  او امریکایي سپیشل فورس هر ډله په جلا ډول کنترولیدله او قومنده یې بیله وه .

فارین پالیسي چې یوه امریکایي نشریه ده لوړه ارزونه به یې تریوه حده سمه وي ، خو دنمرو ورکولو په برخه کې یې شاید یو څه خویش خوري کړي وي ، ځکه که په افغانستان کې  دناټو او امریکا د ددولس کلن جنګ لاسته راوړنې ددوی لپاره وګورو نو له سراسر تاوان پرته  دهیڅ شي څرک هم نه شو لګولای ، دافغانستان  جنګ یوازې دامریکا پوځ شرمینده ، اقتصاد یې مات  او نړیوال رعب او آبرو یې  په خاورو  ور ولړله ، له دې پرته یې بله هیڅه نتیجه هم ترې تر لاسه نه کړه ، نوځکه ویلی شي ، چې امریکا د افغانستان په آزموینه کې یوازې ( صفر ) ګټلی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x