د هرات دیني مخور: ولسمشر دې د «فحش» خپروونکو رسنیو مخه ونیسي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): د هرات دیني علماوو له ولسمشر غني سره په لیدنه کې د رسنیو د کنټرول غوښتنه وکړه.

ولسمشر چې تېره ورځ هرات د سلما بند د پرانیستې مراسمو ته ورسېد، له دیني علماوو سره په لیدنه کې له هغوی وغوښتل چې د «تروریزم» ضد تبلیغاتو کې ورسره برخه واخلي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې دیني علماوو له ولسمشر غني نه غوښتي چې له رسنیو دې د «فحش» خپرول بند شي او ځينې رسنۍ دې کلکې وڅارل شي.

دیني علماوو پر دې ټینګار وکړ چې ځينې رسنۍ زموږ د اسلامي او ملي ارزښتونو ضد خپرونې کوي خو حکومت يې پر وړاندې چوپه خوله دي.

ولسمشر له دوی سره ژمنه وکړه، خو ويې ویل چې رسنۍ به د «دښمن» پر ضد استعمالوي او دوی هم باید ورسره همکار وي.

د هرات دیني علماوو په داسې حال کې د رسنیو په تېره بیا تصویري رسنیو د کنټرول او څار غوښتنه وکړه چې د روژې مبارکې میاشتې ته څو ورخې پاتې دي.

له کابله د خصوصي تلویزونونو مسوولین په روژه کې هم خپلې خپرونې د پخوا په څېر پر مخ وړي او ګڼ پردي ژباړل شوي سریالونه پرلپسې خپروي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د