افغانستان

لوړپوړي امریکايي چارواکي په افغانستان کې د خپلو عسکرو پاتې کیدل غواړي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): یو شمېر امریکايي پوځي جنرالانو او لوړپوړو دیپلوماتانو د ولسمشر بارک اوباما څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو اوسنی شمېر راکم نه کړي.

دغو امریکايي لوړ رتبه چارواکو چې شمېر یې ۱۳ ته رسېږي، اوباما ته په یو پرانیستي لیک کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر راکمول به د افغان ځواکونو مورال ضعیفه او د طالبانو د قوت لامل وګرځي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قومندانان، په کابل کې د امریکا پخواني سفیران او د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي هغه کسان دي چې په ګډه یې له ولسمشر اوباما څخه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کیدو غوښتنه کړې ده.

دغه امریکايي چارواکي وايي چې افغانستان لا هم «د القاعده او داعش پټنځای» دی او که امریکا له دې هیواد څخه خپل عسکر وباسي دغه ډلې به بیا وده وکړي.

د هغوی په باور «نن ورځ افغانان د امریکا د مرستو په برکت د یو سیاسي دیموکراتیک نظام خاوندان دي، فعال امنیتي ځواکونه لري، د افغانانو ژوند ښه شوی دی او مدني ټولنې فعالې دي. افغانان زمونږ په مشترکه جګړه کې د خپل هیواد لپاره جنګیږي او سرونه قربانوي او امریکا د همدوی په ډاډ خپل ۹۰ سلنه عکسر راکم کړل».

دغه پوځي او سیاسي امریکايي چارواکي زیاتوي چې امریکا په افغانستان کې د تلفاتو او ځاني قربانیو په قیمت ګڼې لاسته راوړنې درلودلي چې په خبره یې باید دغه لاسته راوړنې وساتل شي.

هغوی په دې پرانیستي لیک کې له ولسمشر اوباما څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د ناټو او ایتلافي هیوادونو په شان خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. د هغوی په خبره «ناټو او ایتلافي هیوادونو خپله همکاري روانه ساتلې، خو د هغې همکارۍ اندازه چې مونږ باید د افغانستان سره ترسره کړې وای د پخوا په پرتله ډیر کمزورې ده».

دغه امریکايي چارواکي په یوه خوله په ولسمشر اوباما غږ کوي چې لږ تر لږه د خپلې ولسمشرۍ دورې تر پایه پورې صبر وکړي او له افغانستان څخه امریکايي سرتیري ونه باسي.

هغوی اندیښنه څرګندوي چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو له ایستلو سره به دا هیواد د ۹۰یمو کلونو حالت ته وروګرځي، بیا به میلیونونه افغانان په ګاونډیو او بهرنیو هیوادونو کې پناه وغواړي چې دا کار به اروپايي هیوادونو ته یو بل سرخوږی جوړ کړي.

یاد امریکايي چارواکي ولسمشر اوباما ته د خپل پرانیستي لیک په پای کې لیکي:

«په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو راکمول به د مهاجرینو لړۍ، د طالبانو قوت، د افغان ځواکونو او افغانانو روحیه او مورال او د افغانستان اقتصاد هر یو په جلا-جلا ډول اغیزمن او متاثر کړي. مونږ په دې باور لرو چې که امریکا په راتلونکو څو میاشتو کې خپلې پوځي او اقتصادي مرستې راکمې کړي، د مهاجرینو بهیر به پراخ شي، طالبان به غښتلي شي، د افغان ځواکونو او افغانانو روحیه او مورال به ضعیفه شي او د افغانستان اقتصاد به متضرر شي».

دغه پرانیستی لیک د جنرال ډیویډ پټرایوس، زلمي خلیلزاد، جیمز ډابنز او لسو تنو نورو لوړ پوړو امریکايي چارواکو لخوا ولسمشر اوباما ته استول شوی، چې هر یو یې په افغانستان کې په لوړو پوځي، سیاسي او ډیپلوماتیکو منصبونو دندې ترسره کړي دي.

باید وویل شي چې د ولسمشر اوباما د اعلان له مخې ټاکل شوې چې د ۲۰۱۷ کال تر پایه به په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر ۵۵۰۰ ته راکم شي. یاده موده په داسې حال کې رانږدې کیږي چې طالبانو خپلو نظامي فعالیتونو ته زور ورکړی، افغان دولت ورځ تر بلې سیمې او ځمکې له لاسه ورکوي، او د هیواد ګڼې ولسوالۍ او ولایتونه د سقوط په ګړنګ ولاړ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x