meer_sab

دمېر صاحب خان شوخ بېټني شعرونه

ماته دې که ټول که غنې غنې ځای

تانه که مونده داستوګنې ځای

زه دي که په ځوانه ځواني زوړ کړمه

تاکښې پاته نشو دستائنې ځای

داسې دي دعشق په تور کښې تور شومه

پاته مې  سپېن نشو په لمنې ځای

سيند دخړو سترګو ئې اخېستی يم

نه موندوم زه ترې دختنې ځای

اوس مې دخوږ زړۀ ګنډنه مه کوه

اوس به پرې مونده نه کړې دستنې ځای

زه او رقېب يوتربله داسې يو

لکه يوې بن سره دبنې ځای

دلته دهماکه خانه دې لوګه سه

داخو ده درب ديادونې ځای

دلته چا دغنو پولي واچول

داخو وه دشوخ دسرغړنې ځای

********

چې کوې داقِسم ستم ، محسوسوم به ئې نه

وهې مې په زړۀ لکه لړم، محسوسوم به ئې نه

پرون په ځان مئين شرينه دعمرونو ګڼې

ماچې ګڼې ترټولو کم ،محسوسوم به ئې نه

دې تا په عشق کښې مې دسر نه پټکی پريوتلو

چې په اوږو مې نه شو تم، محسوسوم به ئې نه

دښکلو دغې دوه رنګي مې ځوانې دوړه کړله

يو سره چل ، په بل کرم، محسوسوم به ئې نه

ستادرقيب سره راتله او بيا زمونږ په کوڅه

قيصه بېخې نه ده دزغم ،محسوسوم به ئې نه

داچې داغونه په داغلي زړۀ بار بار راکوې

که شوخ يم بيايم بنيادم ،محسوسوم به ئې نه

*******

وي چې دستا خوښه ، زه به څه وايم

ده چې مې دا برخه ، زه به څه وايم

ونې داُميد مې ئې راوچې کړې

اُف له داسې ملخه ، زه به څه وايم

ځان چې وينم وچ لکه لرګی شومه

دی لکه بطخه ، زه به څه وايم

بيا دي د چا ګرمه غېږ راياده کړه

ای دژمی يخه ، زه به څه وايم

شوخ ئې داسې ځان ترېنه جدا کړمه

خاص لکه پټخه ، زه به څه وايم

رالېږونکی : محمد ظاهر خان حق پرست



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.