شعـــــرونه

غزل: رحمت الله حکيمي

رحمت الله حکیمي

ساه مې چې ساکښه ګرځوي توبه
مړی دژوندیوپسې ځـــــي توبه

ټکنده غرمه کې ماعاجـــز وینـــه
سیوری مې وجود کې نه کښیني توبه

ځکه دجـــــانان سترګو تــــه ګورمه
پاڼې دقران ځان سره وړي توبـــه

مینه کې څوک غر په کاڼو نه ولي
ګل ګوره په کاڼو کې ساتي تــــوبه

اوښکې مې له سترګو نه راځي وايي
سیند ګوره څپې یې پاکوي توبـــــه

لاس یې په هغه شېبه کې مات شه چې
زړونو نه چـــې کاڼي جوړوي توبه

نن شپه حکیــــمي ښکلا تـــه تږی دی
هر غړپ داوبوکې سپوږمۍ څښي توبه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x