ټولنیزه برخه

د نړۍ له حاله خبر شئ: لوږه، ناروغۍ او بیوزلي

ډاکټرجاوید حبیبي


د نړۍ د وګړو شمېر

د نړۍ ټولټال نفوس د ۷ بیلیونه (اوه زره میلیونه) په شااوخوا کې اټکل شوی، چې یو دریمه برخه ېې یوازې په چین او هندوستان کې میشت دي.

په نړۍ کې د لوږې کچه

د نړۍ کابو ۸۰۵ میلیونه وګړي د لوږې سره لاس او ګریوان دي،
د دې کسانو ۹۸ سلنه په بیوزله او مخ پرودې هیوادونو کې اوسیږي،
۵۲۶ میلیونه په آسیايي هیوادونو کې، چې هند او چین پکې د پام وړ ونډه لري،
۲۱۴ میلیونه په افریقايي هیوادونو کې، او
۳۷ میلیونه په لاتینه امریکه او کارابین اړونده هیوادونو کې.

ښځې او ماشومان

د نړۍ له هغه کسانو چې له لوږې سره مخ دي، ۶۰ سلنه ښځې دي،
په بیوزله او مخ پرودې هیوادونو کې ۵۰ سلنه امیندواره میرمنې د زیږون پرمهال ولادي آسانتیاوو ته لاسرسی نلري او له دې کبله په نړۍ کې هره ورځ ۸۰۰ میرمنې د زیږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي،
په بیوزله او مخ پرودې هیوادونو کې په هرو شپږو نویو زیږیدلو ماشومانو کې یو ماشوم له خوارځواکۍ رنځیږي،
په نړۍ کې هر کال دری میلیونه او سل زره یعنې د ورځې اته زره او پنځه سوه ماشومان د خوارځواکۍ له کبله خپل ژوندونه له لاسه ورکوي چې د پنځه کلونو ټیټو ماشومانو د مړینې پنځه څلویښت سلنه جوړوي،
په بیوزله افریقايي هیوادونو کې د ماشومانو یو دریمه د لوږې له امله مري،
د نړۍ په بیوزله او مخ پرودې هیوادونو کې شپږشپیته میلیونه ماشومان ښوونځي ته وږي ځي چې له دې ډلې درویشت میلیونه یوازې د افریقايي هیوادونو ماشومان دي.
د نړۍ په بیوزله هیوادونو کې په هره لسو ثانیو کې یو ماشوم د لوږې اړونده ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي،

ایډز او نورې ناروغۍ

په ټوله نړۍ کې ۳۵ میلیونه کسان د ایډز په ناروغۍ اخته دي چې له دې ډلې ۵۲ سلنه ېې ښځې دي،
د ایډز په ناروغۍ اخته ۸۸ سلنه ماشومان او ۶۰ سلنه ښځې په افریقايي بیوزله هیوادونو کې ژوند کوي،
په کال کې ۶ میلیونه او نهه لکه یعنې د ورځې نولس زره ماشومان د وقاېې وړ ناروغیو لکه ملاریا، اسهالاتو او سینه بغل له امله خپل ژوندونه له لاسه ورکوي،

کرکیله

د نړۍ ۷۵ سلنه بیوزله وګړي یعنې یو میلیون او څلورسوه زره سړي، ښخې او ماشومان په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي او له دې سره سره چې د ژوندانه ټولې چارې ېې په کرکیله پورې اړه لري، د دوی ۵۰ سلنه له لوږې سره لاس او ګریوان دي یعنې په دې معنې چې د کرکیلې له لارې نشي کولای حتی د ځان لپاره کافي محصولات او خواړه تر لاسه کړي،

په نړیواله سطحه د لوږې سره د مبارزې اړونده پروګرامونه په دې هڅه کې دي تر څو له بزګرانو سره د دوی په چارو کې داسې مرسته وشي چې وکولای شي د دوی د حاصلاتو کچه لوړه، هم ځان او هم نور له لوږې وژغوري،

اوبه

د نړۍ یو عشاریه اوه بیلیونه وګړي پاکو اوبو ته د لاسرسي د ستونزې سره لاس او ګریوان دي،
په کال کې د نړۍ دوه عشاریه دری بیلیونه وګړي د ناپاکو اوبو د څښاک څخه له را منځته شویو ناروغیو ځوریږي،
د نړۍ ۱۲ سلنه وګړي د نړۍ ۸۵ سلنه اوبه کاروي چې ټول د پرمختللو او شتمنو هیوادونو اوسیدونکي دي،
په پای کې غواړم یاده کړم چې کچیرې په نړۍ کې د لوږې، تندې او ناروغیو له امله چې کوم کسان په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان خپل ژوندونه له لاسه ورکوي، د نورو حوادثو له کبله په دې کچه خپل ژوندونه له لاسه ورکړي، نړۍ په ټوله شور پر سر واخلي. یو مثال غواړم ذکر کړم: لکه څرنګه مو چې پورته یادوونه وکړه په نړۍ کې د ورځې اته زره او پنځه سوه ماشومان د خوارځواکۍ له کبله خپل ژوندونه له لاسه ورکوي، که فرض کړو چې دا اته زره او پنځه سوه ماشومان په لسو پرمختللو مسافر وړونکو الوتکو کې چې هره یوه ېې د ۸۵۰ شااوخوا مسافروو د لیږد ظرفیت لري، سپاره وي او د نړۍ په مختلفو برخو کې په یوه ورځ سقوط وکړي او ټولې سپرلۍ ېې ووژل شي، په نړۍ کې به شور جوړ نکړي؟ د نړۍ رهبران به ټکان ونخوري؟ د نړۍ عادي وګړي به حیران نشي؟ د ټولنیزو رسنیو به څه حالت کې وي؟ خو اوس هر څه عادي دي، نړیوالې ادارې، نړیوال رهبران، خپله د همدې ملکونو مشران ټول په داسې مسایلو بوخت دي چې په نړۍ کې د لوږې، تندې، ناروغیو او نورو بدبختیو سره تر ډیره سطحي او نمایشي چلند کیږي.

د ارقامو ماخذونه:

د نړۍ د خوراکي مصونیت رپوټ (۲۰۱۴)
د زریزې پرمختیايي موخې رپوټ (۲۰۱۳)
د نړۍ د لوږې او بې وزلۍ احصائیه (۲۰۱۳)
د نړیوال خوراکي پروګرام د لوږې احصائیه
د ایډز په اړوند د ملګرو ملتونو نړیوال رپوټ (۲۰۱۳)
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق اداره (یونیسف)
د روغتیا نړیوالې ادارې (WHO) رپوټونه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x