افغانستان

د عربي متحدو اماراتو لخوا کندوز کې د روژه ماتي پروګرام پیل شو

w3په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو د سفارت له خوا، د کندوز ښار په یوه جومات کې د روژه ماتي پروګرام پیل شو.

د دې پروګرام مسوول شیردل احمد خاکسار وايي ، چې دغه پروګرام د بېوزله کسانو سره د مرستې او د ثواب په موخه پیل شوی دی.

نوموړي وویل، دا پروګرام د کندوز ښار د حضرت بلال په جامع جومات کې، چې د سپین زر روغتون شا ته موقعیت لري پیل شوی او زیاته يې کړه، چې ورته پروګرام یې په تخار ولایت کې هم پیل کړیدي.

هغه وویل، چې دغه پروګرام به ۳۰ ورځې دوام ولري چې په ترڅ کې به هر ماښام د ۱۳۰ نه زیاتوکسانو ته روژه ماتی برابریږي، چې په کې وریجې، غوښه، تازه میوه، جوس او وچه ډودی شامل دي.

نوموړي د دې پروګرام لګښت یواځې په کندوز کې ۴۰۰ زره افغانۍ وښوده، چې د عربي متحده اماراتو د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان خیره موسسې له لوري ورکول کیږي

د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان خیریه موسسې ريئس عبدالحکیم ابراهیم النعیمې وايي دغه پروګرام د کندوزپه حضرت بلال ،ننګرهارپه حضرت یوسف اود کابل په الفردوس جوماتونو کې د هغه بیوزله افغانانو لپاره چې روژه کې له ستونزو سره مخ دی د روژه ماتي لپاره په لاره اچول شويدي.

چې هره ورځ په هرولایت کې ۴۴۲ تنه بیوزله خلک تری خوراک کوي چې په ټولیزه توګه ۱۳۲۶۰ کسه راځي.

النعیمی ددغه پروګرام ټولیز لګښت ۵۰ زره امریکايي ډالره وښوده.

w2

ددی ترڅنګ د کندوز ولایت یوشمیر بیوزله خلک چې نشي کولي د روژې مبارکه میاشت کې کار روزګار ومومي خوښي څرګندوي.

ددغه ولایت بیوزله خلک د خپلو شتمنو هیوادوالو ځنې غواړي چې د خپلو غریبو خلکو لاس نیونه وکړي.

یوتن زبیر د کندوز ولایت د سه درک اوسیدونکې ددغه ډول مرستو نه خوښې څرګندوي هغه وايي (( که چیرې نور شتمن هیوادوال هم له خپلو بیوزله اوغریبو خلکو سره مرسته وکړي نوپه ګمان يي په ښارونو کې به سوالګر ونه لیدل شي.))

همدغه راز لطف الله جاهد د کندوز د چله مزار اوسیدونکې هم دغه ډول پروګرامونه د عربی متحده اماراتو او افغانستان سره د دوستې په برخه کې ښې ارزوی خو وايي، ((د کور دننه شتمن افغانان کولې شي د ګوتو په شمیر بیوزله خلکو سره مرسته وکړي په ځانګړې ډول د روژې په مبارکه میاشت کې چې خورا ثواب هم لري. ))

د یادونې ده چې تر دې مخه په تیرو کلونو کې هم دا شان پروګرامونه، د پلازمینې کابل په ګدون په ځینو نورو ولایتونو کې ترسره شوي خو لاهم په افغانستان کې د جګړو،ناامنیو او کاری موکې کموالې له امله ډیری افغانان له ګڼو اقتصادی ستونزو سره لاس او ګریوان دی چې ان د دری وخته ډوډۍ پیداکولو وس هم نلري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x