شعـــــرونه

منوره مياشت: نظام کندهاری

نظام کندهاری

مرحبا ای له نوره ډکې مُنَوّرې مياشتې

د فيوضاتو رحمتونو بختورې مياشتې
په تا کې شوی دی نزول د دې سپېڅلي قرآن
ځکه اشرفه بلل شوې يې له هرې مياشتې
ستا له راتګ سره ابليس په ځنځيرونو بند شي
د عبادت او ثوابونو مُعتبرې مياشتې
د ګناهونو زنګ له زړونو نه په تا ختميږي
د مغفرت او اجابت تحفه يې سترې مياشتې
شپه دي د قدر ده افضله زرو مياشتو نه هم
مونږ ته نعمت د رب له لوري يې بهترې مياشتې
د زړه له تله هرکلی درته په مينه وايو
يوولس مياشتي رانه تللې مسافرې مياشتې
هر روژه ماتی دي نظام ته وي وړوکی اختر
له خونده ډک دي هر ماښام دی خونورې مياشتې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x