شعـــــرونه

خبر یې !؟ ميوند درځار

ميوند درځار

په ما یې هره شېبه مرګ ته انتظار وکه
اب حیات سترګو ، خبر یې چې څه کار وکه !؟

د خپل مین د پېژندو نه یې انکار وکه
اب حیات سترګو ، خبر یې چې څه کار وکه !؟

زما په مخ کې یې په بل د ګل ګوذار وکه
اب حیات سترګو ، خبر یې چې څه کار وکه !؟

د کوم پردي سړي ګومان راباندې ښار وکه
اب حیات سترګو ، خبر یې چې څه کار وکه !؟

په ډکو سترګو مې مزل په ټوله لار وکه
اب حیات سترګو ، خبر یې چې څه کار وکه !؟

په نوم ښایست او مینتوب ته مې ازار وکه
اب حیات سترګو ، خبر یې چې څه کار وکه !؟

لکه چې ژوند مې نور د بل په اوږو بار وکه !!!
اب حیات سترګو ، خبر یې چې څه کار وکه !؟

زړه ته مې وویل چې تا خو اعتبار وکه
اب حیات سترګو ، خبر یې چې څه کار وکه !؟

درځار چې ځان باندې ګومان د ډېر هوښیار وکه
اب حیات سترګو ، خبر یې چې څه کار وکه !؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

ته نه، نی نی، او یا قربان شاعري
شم تری نه زار زمونژ در لغمان شاعري

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x