ماشومتوب: نصيب رحماني

نصيب رحماني

څه عجبه صحنه به وه چې کله به مو اوبه ته تیږي غورځولي
په زوره ،زوره به مو یو له بل سره د خوښي چیغې وهلي
خوشحالې به مو حس کوله.
یوه دقیقه جنګ به مو خاموشي خوره کړه،
خو بیا به بې عناده وو.
بیا به هغه ته وې او هغه زه.
یو له بله به مو لاسونه تاو کړل سهارنۍ کلکه ډوډۍ به د ګوړې له بڅري سره په ډیر شوق او مزه،مزه خوړله
مازديګر چې به کله لمر د غر سره ته ډډه ووهله
موږ به له ټوټو څخه جوړ شوي توپ راواخست ښه په درب مې ځانونه بري ستړی کړل
د ماښام شفق به خپور شو
او موږ به هم د مرغیو په څیر تر خپلو، خپلو
ځالګیو ځانونه رسول
او غوښتل به مو چې زر تر زره په بیغمه خوب ویده شو
خو یو ناڅاپه به په هغه نرم درد (سوخ) راویښ شو
چې مور به مو چاودو لاسونو
هغه د پسه د لم غټ سپینکی راومښل…

اه مورې ربه دي عمر دراز کړه
له خوښيو ډک ژوند دې نصیب شه.

ـــــــــــ
نصیب رحمانی

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د