افغانستان

مجاهد: د رشیدانو په ولسوالۍ د امارت سپین بیرغ ورپید

taliban-flag1

وروسته له هغې چې د غزني ولایت د رشیدانو ولسوالۍ مرکز له تیرو څو ورځو راهیسې تر برید لاندې وه، طالبانو ویلي چې دا ولسوالۍ ئې اوس په بشپړه توګه نیولې.

ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي:

“درشیدانو ولسوالۍ شاوخوا نورې سیمې پخوا دمجاهدینو په واک کې وې خو صرف مرکز ېې ددښمن په لاس کې وو او په محاصروی شکل يې ژوند پکې کاوه ، مجاهدینو وپتيله چې نور دښمن ديادې ولسوالۍ له مرکز نه هم پسې واخلي”.

مجاهد زیاتوي چې دوی په همدې موخه په ولسوالۍ عملیات پیل کړل او بالآخره ئې تیره شپه د ولسوالۍ مرکز هم په خپله ولکه کې راووست.

د نوموړي په وینا اوس د ولسوالۍ په مرکز د اسلامي امارت سپین بیرغ په رپیدو دی.

دولتي چارواکي تر دمګړۍ په دې اړه چوپه خوله دي.

د یادونې وړ ده چې د غزني ولایت د امنیې قومندان (زړور خان زاهد) تیره سه شنبه په همدې ولسوالۍ کې د طالبانو تر برید لاندې راغی خو له برید څخه روغ وتلی.

د غزني ولایت ویاند (نبي جان) افغان اسلامي اژانس ته په برید اقرار کړی او ویلي ئې دي چې په پیښه کې درې امنیتي کسان ژوبل شوي دي.

د اژانس په حواله د غزني د امنیې قومندان له پیښې څخه یوه ورځ مخکې سیمې ته تللی او په دې ورځ بیرته روان وه چې په لار کې تر برید لاندې راغی.

غزني هغه ولایت دی چې بهرنیو ځواکونو او افغان چارواکو به د طالبانو په وړاندې د “ملي پاڅون” مرکز باله.

خو عام ولس له هماغه اوله سره د “پاڅون” حقیقت ته د شک په سترګه کتل او هغه ئې د اربکیانو یو مزاحمت باله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x