وېره: نظم

رياض الله ماليار
_____________
يو واورېن خسن
يوه واورېنه ښكلا
زما وجود بې درېغه و لړزوي
لكه په سوړ ژمي كې
پاس د سپېن غره په څوكه
واورې ورېږې ناست يم
سړه سړه سېلۍ هم
په مخ مې داسې لګي
لكه څپېړې چې خورم
مخ مې هم تكه سور شې
لاس مې هم كار نكوي
ښپې مې هم نه خورېږي
تشه اروا پاتې يم
وجود او تن نلرم
خو بيا هم فكر كوم
چې دا واورېنه ښكلا
د لمر ناترسه وړانګې
چرته پرې و نه لګي
چرته اوبه يې نكړي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د