افغانستان

سلما بند رسما پرانستل شو

نن ټکی اسیا ( شنبه، غبرګولي ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د هند- افغانستان د دوستۍ سلما بند رسما د افغان ولسمشر اشرف غني او د هند لومړي وزير نريندرا مودي له لوري پرانستل شو.

د هند لومړي وزير نن په خپل ټويټر پيغام کې په پښتو او دري ليکلي و، چې «د افغانستان لرغوني ولايت هرات ته ورسېدم. د سلما بند په پرانيست غونډه کې د ګډون سربېره به د ولسمشر غني سره دوستانه ليدنه وکړم.»

نوموړی نن له غرمې وړاندې د هرات پر هوايي ډګر ښکته شو او د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر يې هر کلی وکړ.

د هند لومړي وزير هرات کې ولسمشر سره پرانست غونډه کې له ګډون وروسته د سلما بند د پرانستو توکمه ووهله.

سلما بند، چې د افغانستان او هند د دوستۍ بند نومول شوی د هرات ۱۶۰ کيلوميترۍ کې ختيځ لور ته په چشت ولسوالۍ کې پروت دی.

۱۳۵۷ل کې د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال هند پر دغه بند کار پيل کړی و، مګر د غوايي له کودتا وروسته چې د سردار داود واکمني ړنګ شوه د سلما بند د جوړولو کار په ټپه ولاړ و.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال ۱۳۸۵ل کې هند يو ځل بيا د دغه بند د جوړولو کار پيل کړ او د ۲۹۰ ميليونه ډالرو په مالي مرسته يې دغه بند جوړ کړ.

سلما بند ۴۲ ميګا واټه برښنا توليدوي او څه کم اتيازره هيکټاره ځمکه خړوبوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

له اوږدې مودې وروسته یو ښه خبر لولو، د سیمې هیوادونه کولای شي د منفي رقابت پر ځای مثبت رقابت ته مخه کړي البته زمونږ د سیاسیونو دنده ده چې له دوی سره د اړیکو تعادل ته پام وکړي تر څو زمونږ لوېدلی هیواد د بهرنیانو د زور ازمایی په ډګر بدل نشي.

الله تعالی دې دا بند د افغانانو د سوکالی سب او پیل وګرزوي، خدای تعالی دی زمونږ ګاونډیان د افغانانو په خیر مسخر کړي

الحاج استا ذ بیانزی

ره هم د پخو او تولیدونکو پروژو پلوی یم ، مګر اوس وخت کی چه له یوی خوا تولیدات به یی د یو څو پیړڅټو جیبونو ته ځی ، د بیلونرۍ کچه به یی لا لوړیږی ، او د بلی خوا دغه لوی پروژی د سطرنچ لوی مهری دی چه د خپلو رقیبانو ( پاکستان ) ته پری د کشت او مات د باره کارول کیږی ، دا ډول پروژی چه دا ډول اهداف پکی نغښتی وی ، هغه مواد چه پکی کارول شوی هغه کفیت نه لری چه ډیر عمر دوام وکړی ، ځکه ساختمانی قرارداد به یی د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x