شعـــــرونه

غزل: محمدالله تبسم دينار خېل

محمدالله تبسم دينار خېل

د خاموشۍ په اختتام ، رانه خبره وشوه
زه یی په دې کړمه ناکام، رانه خبره وشوه

دغه یو راز وو خو ویل یی هم د راز نه اهم
چې د خپل خون په انتقام رانه خبره وشوه

ستا یې چې زلفو ته مثال کاته لګیا وو خلک
بخښنه غواړم چې په دام رانه خبره وشوه

سکوت د شپې وو که سکوت د ښار د لارو کوڅو
څه په اغاز، څه په انجام رانه خبره وشوه

د صحرا کاڼو ته لګیا ومه په هوش به نه وم
د ابادۍ د ازدهام رانه خبره وشوه

د میکدې تر دروازې مې خدایګو هیڅ نه ویل
له هغې وروسته وو په جام رانه خبره وشوه

د تبسم د غزل مات کودی مې لاسو کې وو
او بیا د شعر په الهام رانه خبره وشوه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

دینار خیل صيب

دیر عالی شعر دی سرود کری ده خو دا می او میکده پکی په ترتیب حرام او بدمکان دی.

په هر حال ستا تخلص ته چی گورم نو دا زره می راته وایی چی خپل تخلص د یو وخت لپاره درهم خیل کیژدم

سبنا

دینارخیله مشاالله دی یی

الحاج استاذ بیانزی

مونږ هم د ځوانی دوره کی د شعرونو جوړولو هڅه لرله او د نن ورځ تر شعرونو می د وزن ، معنی او قیافی له مخی ښه شعرونه هم جوړول د هغه وخت په مهمو ورځپانو کی چاپیدل . خلکو خوښول او په ډیره مینه یی ځکه خپرول چه لوستونکو به یی ستاینه کوله . زما مطلب له پورته پروګراف څخه د خآن یا خبلو شعرو یادونه، ځان شودنه او ځان ستاینه نه وه ، هدف می دا وو ، یو وخت می هم خپلو شعرو او هم ټولو نورو شعرو ته خیال شو یعنی د ارزونو لاندی می ونیول… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x