د روژې ښېګڼي، مسايل او احکام

د روژې مبارکي مياشتي هرکلی کوو، او تاسو ته يې مبارکي وايو.

 

عبدالمالک همت

  قا ل الله تعالى : ﴿شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآَنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ [ البقره :١٨٥ ]

ژباړه : رمضان هغه مياشت ده چي قرآن پکښي نازل کړى سو، کوم چي د انسانانو لپاره سرترپايه لارښوونه ده او په هغې کي د لارښووني او د حق او باطل د بېلوني نخښي سته. نو چي څوک دغه مياشت وويني په هغه کي دي روژه ونيسي.

يادونه : د رمضان په مياشت کي د قرآن له نزول څخه مطلب دا نه دى چي درست قرآن د رمضان په کومه يوه مياشت کي نازل سوى دى. بلکي مطلب دادى چي قرآن د رمضان د قدر په شپه له لوح محفوظ  څخه د دنيا آسمان ته ولېږدول سو او هلته په بيت العزت کي کښېښوول سو. بيا له هغه ځايه د حالاتو په غوښتنه تر درويشتو کالو پوري نازل سوى دى.

لوى څښتن د دغي مياشتي د يوې شپې ( ليلة القدر ) په هکله فرمايي:

 ﴿إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ (1) وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ (2) لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ (3) تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ (4) سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ (5) [ سورة القدر ]

ژباړه : موږ دا قرآن د قدر په شپه نازل کړى دى. او ته څه پوهېږې چي د قدر شپه څه ده؟  د قدر شپه تر زرو مياشتو ډېره غوره ده. ملايکي او روح الامين په هغې کي د خپل رب په اجازه د هر کار د انتظام لپاره ، را کښته کيږي. هغه شپه تر څو چي سهار کيږي له سره تر پايه سلامتيا ده.

د دې لازمي معنا داده چي ليلة القدر د رمضان د مياشتي يوه شپه ده. حضرت بي بي عايشه  رضي الله عنها فرمايي چي رسول صلي الله عليه وسلم وفرمايل: « د قدر د شپې د موندلو هڅه د روژې د مياشتي په وروستيو لسو ورځو کي وکړئ ».

روژه د اسلام د ارکانو درېيم رکن دى. لوى څښتن تعالى د رمضان د مبارکي مياشتي روژه نيول د ډېر سترو ګټو او ښېګڼو د تحقق لپاره پر

مسلمانانو باندي فرض کړې ده. له دغو ګټو څخه يوه يې داده چي روژه نيول د نفس او شيطان د لېزيمه کېدو او د هغو د غوښتنو او سراښيو د مخنيوي لامل کيږي.نفس اماره پر موږ واکمن سي او شيطان مو په رګو سي او زموږ سترګي، خوله او ژبه، غوږونه او ترنامه لاندي خوا بدو چارو ته ګوماري. خو دغه نفس له روژې پرته بل هيڅ شى دونه نه کمزورى کوي، ځکه نو ويل سوي دي:

”اذا جاعت النفس شبعت جميع الاعضاء واذا شبعت جاعت کلها“. د ابن الهمام شرح فتح القدير 2/300 مخ.

يعني کله چي نفس وږى سي د انسان د بدن ټوله غړي ماړه او ځواکمن سي، خو کله چي نفس موړ او قوي سي د بدن ټول غړي وږي او بې سېکه سي. د روژې له نيولو څخه د ژبي، سترګو او نورو د ناوړو کړنو له ککړتياوو څخه زړه صفا او صيقل سي، د وږو او بې وزلو؛ دغو ډېرو ساده، سپېڅلو او مظلومو انسانانو په حال خبر سي او پر سخت زړه يې د نرمېدو او عاطفې اوبه په تېرېدو سي او مرستي ته يې ور ودانګي. چي له امله يې د لوى څښتن تعالى د اجر او رحمت بارانونه پر راواوري.

په قرآن کريم کي د روژې د مياشتي د سترتوب او فضيلت درې لامله بيان سوي دي :

١. په دغه مياشت کي قرآن کريم نازل سوى دى.

٢. په دغه مياشت کي د قدر په نامه يوه شپه ده چي د خير او فضيلت له مخي تر زرو مياشتو غوره ده.

٣. او په دغه مياشت کي روژه پر مسلمانانو فرض سوې ده.

د دغو فضايلو له مخي رسول الله صلى الله عليه وسلم  دې ته ” شهر الله “ ( د لوى څښتن مياشت ) وويل او لوى څښتن ته د نسبت ورکولو شرف يې وروباخښه.

د لوى څښتن نور سپېڅلي کتابونه لکه تورات، زبور اوانجيل هم له لوح محفوظ څخه په دغه مبارکه مياشت کي نازل سوي دي. رسول صلى الله عليه وسلم به خپلو اصحابو ته د رمضان د مياشتي په راتګ سره زېرى ورکاوه. په دغه د عبادت، رحمت او پاکۍ او ستره ګۍ او د اړو او بې وزلو سره د مرستو په مياشت کي مالي او بدني عبادتونه زښت زيات ثوابونه لري.رسول صلى الله عليه وسلم فرمايي :

« په دغه مياشت کي د رحمت او جنت ورونه پرانيستل کيږي او د دوږخ دروازې تړل کيږي او شيطانان پکښي بنديان کيږي. په دغه مياشت کي هره شپه د لوى څښتن له خوا يو ناره کوونکى نارې وهي چي: ” اى د نېکيو غوښتونکې زموږ خوا ته راسه او اى پر بدو مينه او د شر او فساد غوښتونکې نور بس کړه “».

په دې سپېڅلې مياشت کي د ايمان د څښتنانو په رزق او روزي کي زياتوب راځي او هره شپه د دوږخ څه مستحقين له دوږخه آزاديږي. له دې امله رسول صلى الله عليه وسلم فرمايل:

« که خلکو ته د روژې د ثوابونو حقيقت معلوم سي،نو ټول به هيله وکړي چي کشکي ټول کال روژه واى».

د روژې نيولو اهليت

روژه پر هر هغه نر او ښځه فرض عين ده چي عاقل، بالغ، مسلمان او روغ رمټ وي، مسافر نه وي او ښځه له حيض ( مياشتني عادت ) او نفاس ( څلوېښتۍ ) څخه پاکه وي. د فرضيت منکر يې کافر او له اسلام څخه اوښتى او مرتد باله سي، خو که يې له فرضيته نه وي منکر ، مګر نه يې نيسي او څه شرعي عذر هم ونه لري ګنهکار دى.

د روژې تعريف

روژه په لغت کي مطلق امساک (د خوړو له خوړلو څخه ډډي کولو) ته وايي او په اسلامي شريعت کي له سپېدې چاود ( صبح صادق ) څخه تر لمر لوېدو پوري د روژې په نيت له خوړلو، څيښلو او کوروالۍ (جماعو) کولو څخه ډډي کولو ته روژه وايي.

د روژې حکمت

په روژه نيولو کي ډېر ستر حکمتونه نغښتي دي. خو تر ټولو ستر حکمت پکښي دادى چي په روژه نيولو سره شهواني نفس د انسان تابع کيږي او د هغه له امله انسان د خپل حقيقي څښتن تابع او فرمان منونکى سي.

دروژې حفاظت

که څوک روژه په بشپړه پاملرنه ونيسي او ټول آداب او احکام يې پر ځان پلي کړي، نو بېله شکه به په روژه کي او تر هغې وروسته  له ګنهونو څخه د ځان ژغورنه ورته آسانه سي. هو،  که څوک د روژې لوازم په پام کي نه نيسي او په ګنهونو اخته وي، که څه هم د روژې نيت وکړي او له خوړو او اوبو او داسي نورو څخه ډډه وکړي، مګر په حرامو ، غيبت، درواغو، بد ويلو ، ښکنځلو، د خلکو په زورولو او جنګ جګړو او ظلم اخته وي، نو د هغه فرض به ادا سوي وي، خو د روژې له برکتونو او ښېګڼو څخه به بې برخي وي.  رسول صلى الله عليه وسلم فرمايي :

« مَنْ لَمْ يَدَعْ قَوْلَ الزُّورِ وَالْعَمَلَ بِهِ فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجَةٌ فِي أَنْ يَدَعَ طَعَامَهُ وَشَرَابَهُ »(صحيح البخاري، کتاب الصوم، باب من لم يدع قول الزور والعمل به في الصوم ، ١٩٠٣حديث).

ژباړه: څوک چي روژه ونيسي او درواغ خبري، له حق څخه تېرېده، باطلي چاري، تومتونه او پر هغو کړنه پرې نه ږدي، نو لوى څښتن دې ته څه اړتيا نه لري چي دغه روژه نيوونکى له ګنهونو پرېښوولو پرته يوازي خوړل او چيښل پرېږدي.

د پورتني حديث تر ترټني لاندي هغه کسان هم راځي چي د پردو په پلوي ډول ډول تبليغات او نور ناوړه کارونه کوي او هغه بې شخصيته ساکښان هم پکـښي راځي چي د ديني عالم لباس وغورځوي، د پردو غليمانو او د هغو د ګوډاګيانو د ډالرو په مقابل د هغو چوپړ ته ملا وتړي، د هغو لپاره په تبليغاتو او کاغذي درواغ جوړولو ستړى ستومان وي او بيا په رسنيو او نورو کي د روژې د فضايلو اومسايلو په باب اوتي بوتي هم ليکي. خداى مو دي له دغسي بې شرمۍ اوبې ننګۍ وساتي آمين.

څرګنده دي وي چي د خوړو، اوبو او کوروالۍ په پرېښوولو روژه نه بشپړيږي، بلکي روژه هله بشپړه بلل کيږي چي له ناوړو چارو، منکراتو او هر ډول ګناوو څخه وساتل سي. که د چا روژه په خوله وي او ترش ترش کيږي او پر نه څه خوشکي کوي او د خلکو زورولو او جنګ کولو ته پلمه غواړي، نو دا د روژاتي پر بې غيرتۍ او د لږي سختۍ پر نه زغملو دلالت کوي. له دې امله رسول صلى الله عليه وسلم فرمايي:

«الصِّيَامُ جُنَّةٌ وَإِذَا كَانَ يَوْمُ صَوْمِ أَحَدِكُمْ فَلَا يَرْفُثْ وَلَا يَصْخَبْ فَإِنْ سَابَّهُ أَحَدٌ أَوْ قَاتَلَهُ فَلْيَقُلْ إِنِّي امْرُؤٌ صَائِمٌ » (صحيح البخاري، کتاب الصوم، باب هل يقول اني صائم اذا شتم، ١٨٠٥حديث)

ژباړه: روژه د دوږخ له اور څخه سپر دى او کله چي له تاسي څخه د يوه روژه وي نو چټي خبري او

جنګونه او شخړي دي نه کوي. که چا ښکنځل ورته وکړل، نو په ښکنځلو او ورحمله کولو دې جواب نه کوي، بلکي ورته ودي وايي چي زه روژاتى يم.

روژه او روغتيا

څنګه چي په روژه نيولو سره د ظاهر او باطن تزکيه راځي، نو صحت او روغتيا هم ځني ترلاسه کيږي. اوس په ساينسي دلايلو ثابته سوې ده چي روژه نيول زښتي زياتي روغتيايي ګټي لري او ټوله پوه درملګر دغه خبره کوي.

د روژې نيت

روژه فرضي وي که نفلي، وقتي ( دروژې د مياشتي ) وي که قضايي، د نيولو نيت يې فرض دى. د قضايي روژې د نيولو د نيت وخت شپه ده او بې له د شپې نيته نه روا کيږي. د وقتي او نفلي روژې نيت د ورځي تر نيمايي د مخه روا دى. خو ښه داده چي د هري روژې د نيولو نيت د شپې تر سپېدې چاود دمخه وسي. د روژې د نيت تلفظ ته ضرورت نسته، ځکه چي نيت د زړه عمل دى او ژبه څه دخل نه پکښي لري. نو څوک چي د روژې په نيت پېشلمى وکړي همدغه يې نيت سو. دغه راز که څوک پېشلمى ونه کړي او د روژې نيولو په موخه امساک وکړي هم يې همدغه نيت سو. (د سيد سابق فقه السنة).

د بدن زکات

      په يوه حديث کي دي : « هر څه لره زکات وي او د بدن زکات روژه ده » .

د ژبي روژه

د ژبي روژه داده چي له درواغو، د دين، وطن او خلکو د دښمنانو په پلوي له تبليغاتو او خلکو ته له بد ويلو او زورولو څخه خپله ژبه وساتې.

د غوږونو روژه

      د غوږونو روژه داده چي د ناروا خبرو له اورېدو څخه يې وساتې.

د سترګو روژه

      د سترګو روژه داده چي له ناسمو، نارواوو  او د اسلام خلاف او چټي شيانو له ليدو يې را وګرځوې.

د نفس روژه

      د نفس روژه داده چي له حرص او سراښۍ او نفساني غوښتنو څخه يې را وګرځوې.

د زړه روژه

      د زړه روژه داده چي د دنيا له ميني او محبت څخه يې خالي کړې.

د روژې مسايل او احکام

( الف ) روژه په  دې شيانو نه ماتيږي:

W که روژاتى په هېره څه وخوري يا وڅښي روژه يې نه ماتيږي، که يې څه هم په ماړه نس وخوري.
( ترمذي او ابو داوو ).

W د ورځي رانجه په سترګو وهل، کريم يا داسي نور په سر يا بدن وهل او خوشبويي بويول پروا نه کوي او روژې ته څه تاوان نه رسيږي. ( ترمذي ).

W که په ستوني مچ يا غوماشه ننوزي يا لوګى ( دود ) په خوله ننوزي نو روژه نه ماتيږي، خو که دا کار په قصد وسي روژه ماتيږي. ( ردالمحتار ).

W له ويني کښلو څخه، له رګ څخه وي که د بدن له کوم بل ځاى څخه روژه نه ماتيږي. ( سراج احکام الاسلام ).

W که مالګه يا سرکه خولې ته واچوي، خو چي تېره يې نه کړي روژه يې نه ماتيږي. مګر مکروه ده. ( سراج احکام الاسلام ).

W که د کوچني لپاره ډوډۍ وژويي او له هغې څخه څه تېره نه سي هم يې روژه نه ماتيږي. ( سراج احکام الاسلام ).

W که د شپې د جنابت يا نورو له امله  غسل ته اړتيا وي، خو د ورځي يې وکړې روژې ته څه تاوان نه رسيږي، خو په دغسي غسل کي بې له عذره  ځنډ ګناه لري. ( ترمذي ).

W که خپله مېرمن مچ ( ښکل ) کړي روژه نه ماتيږي. په دې شرط چي انزال نه سي. ( هدايه )

W که روژاتى له خپلي مېرمني څخه مچه اخلي پروا نه کوي، خو چي اعتماد ولري چي نه انزاليږي يا خبره تر کوروالۍ نه رسيږي. خو که دا اعتماد نه وي مچه اخيستل مکروه باله سي.

W که د پزي مواد ستوني ته ولاړ سي روژه نه ماتيږي.

W که په ژبه کوم څه وڅکئ او بيرته يې تو کړئ روژه نه ماتيږي. خو بې له ضرورته دغسي کول مکروه باله سي. ( عالمگيري ).

W هغه غوښي چي د روژاتي په غاښو کي بندي وي او د نخودو تر دانې لږ وي او دباندي يې راونه باسي او و يې خوري روژه نه ماتوي. خو که دغه غوښي د نخود تر دانې ډېري وي يا يې له خولې راوباسي او ويې خوري روژه ماتوي. قضا يې لازمه ده خو کفاره نه لري.( هدايه ).

( ب ) روژه په  دې شيانو ماتيږي:

Ž که په قصد سره په روژه کي څه وخوري يا يې وڅيښي يا د ښځي سره کوروالي (جماع) وکړي، روژه يې ماته سوه هم به يې قضا راوړي او هم به يې کفاره ورکوي.

Ž که روژاتى له خپلي مېرمني څخه مچه واخلي يا يې په بدن لاس ووهي او انزال سي، روژه يې ماته سوه قضا به يې راوړي، خو کفاره نه لري.

Ž که هغه څه په قصد وخوري چي د بدن غذا نه بلل کيږي، لکه ډبره، لوټه، اوسپنه او داسي نور ، روژه يې ماته ده، قضا يې پر لازمه ده، خو کفاره يې نه ده پر لازمه. خو ګل سر شوى له دغو توکو څخه نه بلل کيږي. که چا ګل سر شوى وخوړه روژه يې ماته ده او قضا او کفاره دواړه پر لازم دي.

Žله نسوار اچولو څخه په خوله کي وي که په پزه کي روژه ماتيږي. ( ردالمحتار او نور ).

Žله چلم او سګرېټ څکولو څخه روژه ماتيږي. پر قضا راوړلو سربېره به کفاره هم ورکوي. ( ردالمحتار اوفتاواى واحدي ).

Ž که په خوله کي د اوبو د غرغړه کولو پر مهال اوبه ستوني ته ولاړي سي اوروژه مو په ياد وه، نو روژه مو ماته سوه، قضا يې واجب ده، کفاره يې نه ده واجب. ( هنديه او شامي ).

Ž که په خپل اختيار، په ډکه خوله قى ووهئ روژه مو ماته سوه، قضا يې لازمه ده اما کفاره نه لري.خو که خپل په خپله قى ووهل سي روژه نه ماتيږي. دغه راز که لږ څه قى درسي او بيرته مو په ستوني ننوزي هم مو روژه نه ده ماته. ( ترمذي، ابو داود او ابن ماجه او هدايه ).

Ž د غاښو په کريمو يا په سکرو غاښونه پرېولل مکروه باله سي. که له دغو څخه څه په ستوني ننوزي نو روژه ماتيږي. ( درمختار ).

Ž که په روژه کي د چا په خوله د اوښکو يا خولو څاڅکي ننوتل او په ټوله خوله کي د هغو تريو والى محسوس سو او هغه دغه څاڅکي تېر کړل، نو روژه يې ماته سوه،  قضايې لازم ده.

Ž که د روژاتي په خوله د باران څاڅکي يا واوره ننوتل او تېر يې کړل روژه يې ماته ده.

Ž که چا په روژه کي غوږ ته درمل يا داسي بل څه واچول نو روژه يې ماته سوه، قضا يې واجب ده، خو کفاره نه لري.

Ž که چا درمل په نس، يا مخ يا سر ووهل خو نس يا مغزو ته ننوتل روژه يې ماته سوه.
( سراج احکام الاسلام ).

Ž که چا ته اماله ورکړه سي هم يې روژه ماتيږي. قضا دې راوړي، خو کفاره نه لري.( هدايه او سراج احکام الاسلام ).

Ž که روژه نيوونکى ګومان کوي چي سپېدې نه دي چاودلي او څه وخوري او بيا معلومه سي چي سېدې چاودلي وې، روژه يې نه ده صحيح او قضا به يې راوړي.

Ž که ورېځ وي يا آسمان ګرزجن وي او  روژاتى روژه مات وکړي او بيا څرګنده سي چي اشتباه يې کړې وه او د روژه مات وخت نه وو، روژه يې نه  ده صحيح او قضا به يې راوړي.

Ž د ځينو علماوو په نزد له درواغو ويلو او غيبت کولو څخه هم روژه ماتيږي. خو د ټولو علماوو په اند روژه نه ماتيږي اما د روژې برکتونه له منځه ځي. ( درمختار، عالمگيري او شامي).

Ž که د روژې په مياشت کي د چا روژه په کوم سبب ماته سوه نو به بيا هم د ورځي څه نه خوري. په دې صورت کي ټوله ورځ د روژاتيانو غوندي اوسېدل واجب باله سي.

( جـ ) په دغو چارو هم روژه نه ماتيږي

 له پېچکارۍ لګولو څخه روژه نه ماتيږي. خو که پېچکاري په داسي ځاى کي ولګيږي چي مواد يې ګېډي ته ورسيږي روژه ماتيږي. په دې هکله دي له پوه ډاکټر څخه معلومات وسي.

 د ناړو په تېرولو روژه نه ماتيږي، خو په خوله کي د ناړو راټولول او تېرول مکروه دي.

 په سترګو کي درمل اچول يا پر ټپ ملهم ( مرحم ) وهل روژه نه ماتوي.

 د ګلوکوزو له پېچکاري کولو څخه روژه نه ماتيږي. په دې شرط چي دغه ګلوکوز د کوم عذر له امله ولګيږي. بېله عذره د ګلوکوزو لګول روژه مکروه کوي.

 يوه چا ته له ويني ورکولو څخه هم روژه نه ماتيږي.

 که په روژه کي غاښ په درد سي او کښلو ته يې اړتيا وليدل سي، نو له کښلو څخه يې روژه نه ماتيږي. خو په دې شرط چي ويني ستوني ته ولاړي نه سي.

 په مسواک وهلو سره هم روژه نه ماتيږي. ( عالمگيري ).

 د پزي او وريو څخه د وينو د راتلو له امله هم روژه نه ماتيږي. ( شامي )

 د عطرو له بويولو څخه هم روژه نه ماتيږي. ( شامي ).

دغو کسانو ته اجازه ده چي روژه ونه نيسي

¨ که يو څوک داسي ناروغ وي چي د روژې په نيولو سره يې د مړيني قوي اندېښنه وي، يا په داسي سخته ناروغي اخته وي چي که روژه ونيسي په غالب ګومان سره يې ناروغي نوره هم اوږديږي، يا له ناروغۍ څخه تازه ښه سوى وي او تر اوسه يې لا ضعف او نقاهت نه وي ليري سوى او غالب ګومان يې دا وي چي که روژه ونيسم ناروغي به مي بېرته راوګرځي، يا په داسي ناروغي اخته وي چي په ظاهره يې د جوړېدو هيله نه وي او د روژې نيولو توان نه لري. په دغو مواردو کي د روژې نه نيول روا دي. په دې هکله د ناروغ اجتهاد او معلومات، غالب ظن او تجربه اعتبار لري. يا د داسي ډاکټر خبره او مشوره اعتبار لري چي مسلمان او پوه وي، له خدايه بېريږي او له شرعي مسايلو څخه خبر وي. په دې هکله د فاسق او بې دينه ډاکټر خبري اعتبار نه لري. که ناروغ په ناروغي کي وفات سو د دغو روژو قضا نه ده پر واجب. خوکه ښه سو نو د نه نيول سوو روژو قضا به راوړي. که يې قضا رانه وړه او مرګ ورته ورغى نو وصيت به کوي چي د ده له خوا دي د هري نه نيول سوي روژي په بدله کي مسکينانو ته فديه ورکړه سي. په دې شرط چي شته يې په ميراث پرې ايښي وي. د ده تر وفات وروسته دي د ده ورثه د ده د ميراثتې له دريمي څخه د هري روژې په بدل کي نصف صاع ( دوه کېلو ، دودېرش ګرامه غنم ) فديه ورکړي. که بې له وصيته مړ سو مؤاخذه کيږي. خو که يې ورثه له خپله توله د ده لخوا فديه ورکړي، نو د لوى څښتن له دربار او رحمت څخه هيله سته چي له مؤاخذې څخه وژغورل سي او دغه شان فديه ومنل سي.  ( هدايه، احکام مسافر او نور ).

¨ مسافر ته روا ده چي د رمضان روژې ونه نيسي او بيا چي پر کور سو قضا يې راوړي. البته که په سفر کي روژه ضرر نه ور رسوي او ويې نيسي ډېر به ښه وي. خو که يې د روژې د نيولو له امله روغتيا ته تاوان رسېدى او کمزورى کېدى يا په سفر کي د غير معمولي پرېشانۍ د خطر سره مخامخ کېدى يا د سفر د ملګرو د پرېشانۍ اندېښنه وه بيانو د روژې نه نيول افضل او نيول يې مکروه باله سي. رسول صلي الله عليه وسلم فرمايي:

«لَيْسَ مِنْ الْبِرِّ الصَّوْمُ فِي السَّفَرِ» ( صحيح البخاري، کتاب الصوم، باب اذا صام اياما من رمضان ثم سافر،١٩٤٦ حديث)

ژباړه : په سفر کي روژه نيول ښه کار نه دى . نور احاديث هم د دغي خبري ملاتړ کوي. که مسافر په سفر کي وفات سو د خوړلو سوو روژو قضا نه ده پر واجب.خو که يې پر کور تر استوګن کېدو وروسته د خوړل سوو روژو قضا رانه وړه ګنهکار دى. تر مړيني دمخه به وصيت کوي چي د ده له خوا دي د هري نه نيول سوي روژې په بدله کي مسکينانو ته فديه ورکړه سي. ( هدايه، احکام مسافر او نور ).

يادونه : په کومه ورځ چي څوک سفر کوي د هغې ورځي د روژې نه نيولواجازه هغه وخت ورکول کيږي چي تر سپېدو د مخه سفر پيل کړي. خو که تر سپېدو وروسته سفر پيل کړي، نو د دغي ورځي روژه ماتول مباح نه بلل کيږي. البته که چا تر سپېدو وروسته سفر پيل کړ او روژه يې ماته کړه بيا به يې هم يوازي قضا راوړي، کفاره نه لري. (احکام مسافر د عالمگيري په حواله ).

¨ که چا په سفر کي د روژې د نيولو نيت وکړ او بيا يې بې له عذره ماته کړه مناسب کار يې نه دى کړى، خو بيا هم صرف قضا پر لازميږي او له کفارې خلاص دى. ( احکام مسافر د فتاواى محمدي په حواله ).

¨  که روژه د تودوښي په موسم کي وي او چا اراده وکړه چي سفر وکړي، څو روژې ونه نيسي او بيا يې په ساړه موسم کي قضا راوړي. يا په سفر کي دوې لاري په مخه ورسي چي يوه د مسافر ځاى ته نژدې او بله ليري وي او ليري لار د سفر واټن بشپړوي او مسافر دغه اوږده لار د دې لپاره واخلي چي د روژې نيول پر واجب نه سي، نو په دواړو صورتونو کي روژه نه نيول جواز لري، خو دا يوه ناسمه حيله باله سي. ( احکام مسافر د فتاواى ديوبند په حواله ).

¨  که د چا ټول ژوند په سفر کي تېريږي په روژه او نورو مهالونو کي پر کور د استوګني وخت نه لري او په راتلونکې کي هم د اقامت موقع نه ورته ميسريږي. نو په دې صورت کي نه پرده باندي روژه واجب ده او نه د فديې وصيت پر لازم دى. ( احکام مسافر د درمختار په حواله ).

¨  کله کله په ځينو هيوادونو کي يوه يا دوې ورځي دمخه روژه پيلوي. که په دغسي هيوادونو کي د کوم بل هيواد استوګن د هغه ځاى د خلکو سره يوځاى روژه ونيسي او هغه مهال خپل هيواد ته ستون سي چي دېرش روژې يې بشپړي سوي وي خو د خپل هيواد خلکو يې اته ويشت يا نهه ويشت روژې نيولي وي، په دې صورت کي د ده روژې پوره سوي دي، خو ده ته لازمه ده چي د روژې او د خپل هيواد د خلکو د درناوي په دود روژه ورسره ونيسي. د ده دغه روژې به نفلي وي. ( احکام مسافر د شامي په حواله ).

¨  که يو چا د خپل هيواد د خلکو سره يوځاى د يوه بل هيواد تر خلکو دوې ورځي وروسته روژه نيولې وي او بيا دغه هيواد ته سفر وکړي او هلته د دېرشو روژو په پوره کېدو سره اختر سي مسافر دي هم ورسره اختر کړي او پر ده باندي د پاته سوو روژو قضا دي وروسته راوړي.  ( احکام مسافر).

¨  که يو روژاتى په الوتکه کي سفر کوي او د مځکي په حساب روژه مات سي، خو الوتکي پنځه دېرش زره فټه لوړ الوت کړى وي او لمر ښکاري، په دې هکله قاعده داده چي پر مسافر چي هر ځاى لمر ولوېږي افطار دي کوي. نو تر څو چي په الوتکه کي لمر لوېده ونه ليدل سي تر هغو روژه ماتول جواز نه لري. ( احکام مسافر د شامي په حواله ).

¨ هغه مجاهد چي په جګړه کي له ضعف څخه په بېره کي وي او مسافر نه وي کولاى سي تر جګړې دمخه لا روژه ونه نيسي. جهاد که څه هم بې له سفره  وي د روژې د نه نيولو له اسبابو څخه باله سي. ( الفقه الاسلامي وادلته ).

¨  پر شيخ فاني سپين ږيري او بوډۍ ښځي باندي چي روژه نه سي نيولاى روژه نسته . دوى دي هم د هري روژې په بدل کي فديه ورکړي. خو که شيخ فاني د فديې تر ورکولو وروسته پر روژه نيولو قادر سو ، نو د خوړلو سوو روژو قضا پر واجب سوه.

¨  څوک چي ستونزمن ( شاقه ) کار کوي پېشلمى او د روژي نيت دي کوي، که بيا شديده لوږه يا شديده تنده ورته پيدا سوه او بېرېدى چي له امله يې ضرر ور رسيږي، د روژې ماتول ورته روا دي. بيا به يې قضا راوړي. د ضرر د تحقق په صورت کي د روژې ماتول واجب دي. ( الفقه الاسلامي وادلته ).

¨   هغو کسانو ته چي سر وکال شاقه کارونه کوي او بېله دغو ستونزمنو کارونو د رزق او روزۍ بل مدرک او منبع نه لري، او د روژې په نيولو سره د مړيني يا سترو مشقتونو سره مخامخ کيږي، د روژې نه نيول روا دي. دوى به د هري روژې په بدل کي مسکينانو ته فديه ورکوي.

دغه راز د هغو مجرمينو چي د شاقه کارونو کولو حکم پر سوى وي، او عملاً په ستونزمنو کارونو د مشغولتيا له امله روژه نه سي نيولاى، هم دغه حکم دى. ( فقه السنه )

¨ اميندواري ( حاملې ) ښځي ته او هغي ښځي ته چي کوچني ته تى ورکوي او د ځان يا کوچني پر ضايع کېدو بېريږي ( دا د تجربې له مخي، يا د ثقه درملګر په وينا يا په غالب ظن معلوميږي). د  رمضان د روژې خوړل روا دي، خو بيا به يې قضا راوړي. او فديه نه پر لازميږي.البته که د کوچني له شيدو پرته په نورو خوړو چله (ګزاره)کېده، نو مور ته يې د روژې خوړل حرام دي او دا اجازه هم د کوچني تر دوه کلنۍ پوري ده. کله چي کوچنى د دووکالو سي د روژې د خوړلو سوال له منځه ځي.  دغه راز دغه اجازه هله ده چي د کوچني پلار دونه مسکين وي چي بلي ښځي ته دونه پيسې نه سي ورکولاى چي د ده کوچني ته شيدې ورکړي او يا بله ښځه نه وي چي دغه کوچني ته تى ورکړي.

¨ هغه چا ته چي د لوږي يا تندى له امله د ځان پر مړينه يا د عقل پر نقصان يا د ځينو حواسو پر خرابېدو وبېريږي روا ده چي روژه ماته کړي. بيادې قضا راوړي. البته که د ځان پر وژنه بېرېدى روژه نيول ورته حرام دي. ( الفقه الاسلامي وادلته ).

که ناروغ، مسافر او هغه چي لويښت ته نه وي رسېدلى روژه ونيسي روايښت لري، ځکه چي دغه کسان د اداء اهل باله سي، بلکي که څه هم  پر کوچني روژه نه ده واجب، خو کالخواى ته يې ښايي چي کوچنى وهڅوي چي روژه ونيسي، څو له کوچنيوالي ورسره عادت سي.

فديه

فديه د هري روژې په بدل کي يوه اړ ته په دوه وخته خوړو ورکولو، يا د نصف صاع ( دوه کېلو، دودېرش ګرامه ) غنمو يا د هغو د بيي په ورکولو ادا کيږي.

کفاره

کفاره داده چي دوې مياشتي پرله پسې روژه ونيسي. که دا نه سي کولاى شپېتو مسکينانو ته دي په ماړه نس دوه وخته ډوډۍ ورکړي. يا دي هر يوه ته دوه کېلو، دودېرش ګرامه غنم يا د هغو بيه په ورکړي. او هر څو روژې چي چا خوړلي وي، که يې څه هم د دوو رمضانو څو څو روژې خوړلي وي يوه کفاره يې کفايت کوي. (سراج احکام الاسلام او فتاواى واحدي ).

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د