په بغلان کې یوه امریکايي چورلکه وویشتل شوه

nato crah

راپورونه وايي چې طالبانو د بغلان ولایت د شش کل په سیمه کې یوه امریکايي چینوک ډوله چورلکه په توغندي وویشتله او ټوټې ټوټې په ځمکه رانسکوره شوه.

طالبان وايي چې په یاده چورلکه کې ۲۷ تنه سپاره امریکایي عسکر او د چورلکې عمله ځای پر ځای وژل شوي.

د بورکې ولسوال عبد الجبار اسلامي هم د طالبانو ادعا تاییدوي، او د الجزیرې د راپور له مخې نوموړي منلې چې د چورلکې ټوله سپرلۍ وژل شوې.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هلیکوپتر اوس هم په سیمه کې پاشلې پرته ده.

له بلې خوا ایساف وايي چې چورلکې بیړنۍ ناسته کړې، او هیڅ چا ته په کې زیان نه دی اوښتی، او نه په یاده سیمه کې طالبانو کوم فعالیت درلود.

خو ایساف دا نه ويلي چې که په سیمه کې طالبانو فعالیت نه درلود بیا ئې څه کول چې هغې سیمې ته په نیمه شپه کې د چورلکو او عسکرو سره ورځي، او څه لامل وه چې هیلیکوپتر ئې “بیړنۍ ناستې” ته مجبوره شوه.

خو د بورکې ولسوال عبد الجبار اسلامي رسنیو ته د ایساف د څرګندونو برعکس څرګندونې کړي او ویلي ئې دي چې په سیمه کې طالبانو فعالیت درلود او بهرني ځواکونه هلته د عملیاتو لپاره تللي وه.

د افغان چارواکو او بهرنیو ځواکونو د ضد او نقیض څرګندونو څخه داسې معلومیږي چې د طالبانو ادعا ریښتیني ده او چورلکه په بشپړه توګه ویجاړه شوې او تر ۲۰ زیاتو بهرنيو عسکرو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

بهرني ځواکونه چې کله ئې چورلکې د طالبانو په بریدونو کې رانسکوریږي د بیړنۍ ناستې خبر ورکوي.

د بیړنیو ناستو په دې بهیر کې تر ټولو مشهوره بیړنۍ ناسته د ۲۰۱۱ د اګست په ۵ رامینځ ته شوه، هغه مهال افغان چارواکو او ایساف اعلان وکړ چې د میدان وردګو ولایت په سید آباد ولسوالۍ ئې یوې چورلکې بیړنۍ ناسته کړې.

خو وروسته معلومه شوه چې په یاده بیړنۍ ناسته کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو ۳۱ سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی. دا هغه ځانګړي سرتیري وه چې د ایبیټ اباد په عملیاتو کې ئې هم ونډه اخیسته وه.

په افغانستان کې د طالبانو په بریدونو کې بهرنیو ځواکونو ته وخت پر وخت د سر او مال درانه تلفات اوړي، خو ناټو او ایساف هڅه کوي اصلي حقیقت او د تلفاتو ریښتوني شمیره له خلکو څخه پټه وساتي.

دا چې ولې بهرني ځواکونه خپل تلفات او وژل شوي سرتیري پټوي، ښايي یو علت ئې د خپلو پاتې عسکرو د مورال ساتنه وي.

د “تیسټر” په نامه مشهوره کاناډايي ویب پاڼه د دې هیواد د دفاع وزارت له خولې لیکي چې دوی ځکه د خپلو تلفاتو ریښتیني معلومات نه اعلانوي چې دا یو نظامي راز دی او نه ئې افشا کوي.

د وروستۍ پیښې په اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه مطبوعاتي خبرپاڼه کې ویلي:

“له دغه کارنده ګوزار سره په سیمه کې ميشت مجاهدين وتوانيدل چې له سيمې نه ووځي دښمن يې په شهادت رسولو او نیولو کې پاتې راغی ، اوس مهال سيمه ټوله ددښمن لخوا محاصره شوي خپل مړي او ټوټې نقلوي ، وروستي معلومات ښيي چې دښمن دسيمې ځينې عام خلک هم نيولي او له ځانه سره وړي دي”.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د