
اروپا کې سېلابونو مرګ ژوبله اړولې ، زرګونه وګړي بې ځايه شوي
نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): د منځنۍ اروپا په ځينو هيوادونو کې د سختو بارانونو له امله سيلابونه را منځته شوي چې په پايله کې يې زرګونه وګړي له خپل کورونو بې ځايه شوي .
ياد سېلابونه چې په فرانسې ، جرمني ، او ځيني نورو اروپايي هيوادونو کې را منځته شوې له امله يې ۱۷ تنه وژل شوي .
فرانسې چارواکي وايي دې هيواد ته يادو سېلابونو ۶۸۰ ميليون ډالر زيان رسولی .
د فرانسي ولسمشر به د کابينې له غړو سره تر ليدني وروسته د چهارشنبې تر ورځي پوري بېړنی حالت اعلان کړي .
د هوا پېژندني ادارې له لوري خبر ورکړل شوی چې توپانونه به لا زيات او نورو سيمو ته وغځيږي .
چارواکو د پاريس ښار اوسېدونکو ته هغه مهال خبردارۍ ورکړ چې د سن سيند اوبه له خپل عادي کچې ۶ متره لوړي شوې .
دسېلابونو له امله د پاريس ښار د لوري او اورسي موزيمونه تړل شوي او همداراز د اورګاډو تګ را تګ ځنډمن شوی .
پاته دي نه وي چې د سن سيند د اوبو ۶ متره لوړوالی تر خپل عادي کچي په تېرو ۳۵ کالو کې بې ساری دی .