غزل: مقتصد ستړی

مقتصد ستړی

یو وجود ټوله دنیا را باندې بار وي
بې تا نیمه خوله خندا راباندې بار وي

که محتاج یمه هم نوره اړتیا نشته
د پردي سړي امسا را باندې بار وي

نه، نه پام کوه ښېرا به راته نه کړې
اوس هم یوه لمن ګنا را باندې بار وي

پښې لوڅې، پښې لوڅې درته راغلم
ساه مي واخله ساه مي بیا را باندې بار وي

زه مي خپله ستړیا کوم چاته دمه کړم
د چا څنګ ته ورځې لا را باندې بار وي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د