
سلما …د جګړو له منځه یو د خوښۍ زیری
نن ټکی اسیا – سرلیکنه: له شپږڅلوبښت کلن انتظار وروسته بالاخره نن هراتیان د یوې مهمې اقتصادي او تولیدي پروژې څښتنان شول.
دا مهمه پروژه چې اساس یې په ۱۳۳۹هجري لمریزکې کیښودل شوی بالآخره نن د هند هیواد د بلاعوضه مرستو په مټ تکمیل او پرانستل شوه.
په داسې حال کې چې هیواد مو تر بهرني اشغال لاندې او هیواد وال مو هره لحظه او د ژوند په هره برخه کې درانه ځاني او مالي تلفات ویني د دغه ډول مهمې پروژې بشپړیدل له شکه پرته چې هرافغان ته یو روح بښونکی زیری دی.
د سلمابند د ټول هیواد په خاص ډول په جنوب لویدیځه حوزه کې د هرات ولایت لپاره د کرنیزاو تولیدي اقتصاد په برخه کې حیاتي ارزښت لري.
دا پروژه چې د هند هیواد په نیږدي ۳۰۰ ملیون ډالري مرستې ایجاد شوې او تر اوسه ورباندې ۷۰ملیون لګیدلي د ۶۴۰ میلیونه متره مکعب اوبو په ذخيره كولو سره د هرات ولایت د چشت شریف او دوو نورو ګاونډیو ولسوالیو نېږدې ۷۵ زره هکتاره ځمکه خړوبه وي او د هغه ترڅنګ به د درى توربیلونو په لرلو سره ۴۲ میګاواټه برېښنا تولید وي.
افغانستان چې د آبي ذخائرو له مخې د سیمې په کچه یو سرشاره او غني هیواد دی د اوبو د مدیریت د نړیوال انستیتوت د ورکړل شویو ارقامو له مخې په کال کې د ۵۵ میلیارده متره مکعب جاري اوبو او ۲۰ میلیارده متره مکعب ترځمکې لاندې اوبو ظرفیت لري.
که چیري دغه طبیعي شتمنۍ په ښه او مسلکي توګه وکارول شي د کرنیز او تولیدي اقتصاد او همداراز د انرژي د تولید په برخه کې د هیواد ټولې اړتیاوې پوره کولای شي.
همدا اوس زمونږ په هیواد کې د یوه ځواکمن مصلح حکومت د نشتون له کبله د هیواد د غه حیاتي ماده (اوبه) زمونږ له استفادې پرته ګاونډیو هیوادونو ته بهیږي او مونږ د دې پرځای چې له خپلو اوبو څخه تولید شوې بریښنا او حرارتي انرژی ولرو له ګاونډیو هیوادونو څخه د وارداتي بریښنا د ترلاسه کولو په غرض هغوی ته ۲۲۰ میلیون ډالره کلنی محصول ورکوو.
حال دا چې افغانستان د اوبو او انرژي د نړیوال انستیتوت د ۲۰۱۴م کال د سروي له مخې د۲۳۰۰۰میګاوټه آبي بریښنا ۲۲۰۰۰میګاواټه لمریزې بریښنا او ۶۶۰۰۰ میګاواټه بادي بریښنا د تولید ظرفیت لري او که يي د غه طبیعي شتمنۍ په سم ډول مدیریت شی هیواد به مو د خپلو ټولو اړتیاوو په پوره کولو سربیره په نیږدي څو لسیزو کې د سیمې په کچه د انرژي صادروونکو هیوادونو په جمله کې وشمیرل شي.
په هرصورت اوس چې د سلما بند چارې بشپړې شوې باید له هغه څخه په مطلوب ډول استفاده و شي ، د هغه د ذخیره شویو اوبو لپاره باید د اړتیاوړ کانالونه جوړ شي او همداراز د هغه تولیدي بریښنا په مناسبه او عادلانه ډول په اړو کسانو وویشل شي.