په افغانستان کې ۱۴٪ کاناډايي پوځیان په ذهني تکلیف اخته شوي

sold

پوه پوځي سروې وايي، د هغو کاناډايي پوځیانو له ډلې څخه چې په افغانستان کې ئې وخت تیر کړی، نږدې ۱۴٪ په ذهني ناروغۍ اخته شوي.

د څیړنې په وینا د دغو سرتیرو ذهني ناروغي مستقیما په افغانستان کې د دوی د پوځي ماموریت سره تړاو لري.

دا پور چې د کاناډا د پوځ په مالي امکاناتو ترتیب او خپور شوی، لیکي چې د هغو کاناډايي سرتیرو څخه چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۸ کلونو ترمینځ ئې په افغانستان کې پوځي ماموریت ترسره کړی، ۸٪ سرتیري د (PTSD) په نامه په ذهني بیمارۍ مبتلا دي.

“پي ټي ایس ډي” یوه داسې ذهني ناروغي ده چې معمولا د سختو ډاروونکو پیښو د لیدلو وروسته پرې انسان اخته کیږي. د مثال په توګه د خطرناکو ترافیکي پیښو لیدل، په جګړه کې زورورې چاودنې او انفجارات، اختطاف او داسې نور. ویل کیږي چې اکثره پوځیان هغه مهال په دې مرض اخته کیږي چې د خپل سنګر ملګري وويني چې ددوی په مخ کې وویشتل شي او پښې وغځوي.

د PTSD په رنځ اخته رنځوران همیشه د خفګان، تشویش، ډار او ویرې احساس کوي، هر چیرې ورته خپل ځان ملامته ښکاري، او بعضې وختونه د قهر او غوصې څخه هم کار اخلي.

په نوموړي راپور کې راغلي چې پاتې ۵.۵٪ پوځیان په نورو مختلفو ذهني امراضو مبتلا دي، چې د ټولو سبب او عامل په افغانستان کې د هغوی جګړییز پوځي ماموریت ته راجع کیږي.

د کاناډا د روغتیايي ټولنې په مجله کې خپور شوی دغه راپور لیکي:

“په کندهار کې د ځواکونو ځای پر ځای کول ډیر خطرناک کار وه، دا خطر په متحده عربي اماراتو یا عربي خلیج کې زمونږ ځواکونو ته د متوجه خطر په پرتله یو په شپږ چنده زیات وه”.

دا څیړنه په ۳۰۵۰۰ تنو پوځیانو باندې ترسره شوې، دا هغه پوځیان دي چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۸ کلونو ترمینځ ئې په افغانستان کې پوځي ماموریت ترسره کړی. ددغو پوځیانو اکثریت نارینه او عمرونه ئې تر ۴۰ کلونو کم ښودل شوي.

د راپور یو تن ترتیب کوونکي “مارک زمورسکي” ویلي چې داسې معلومیږي چې د لوړپوړو پوځي افسرانو په پرتله, په ټیټ رتبه او عادي سرتیرو کې د ذهني ناروغیو د خطر کچه ډیره لوړه ده.

خو “زمورسکي” نه دي ویلي چې ددې تفاوت لامل څه شی دي.

د دفاع وزارت ویاندې ویلي چې د راپور هیڅ ترتیب کوونکی نه حاضریږي چې د څیړنې د پایلو په اړه تبصره وکړي.

دا تازه راپور د هغې پخوانۍ څیړنې ارقام تاییدوي کوم چې په ۲۰۱۱ کال کې د پوځ له خوا ترسره شوې، او په هغې کې ویل شوي وه چې له افغانستان څخه د راستنیدونکو پوځیانو په ډله کې ۸٪ سرتیري د پنځو کالو په موده کې د PTSD په مرض اخته شوي دي.

تر اوسه دا څرګنده نه ده چې د ذکر شوې شمیرې پر بنیاد کاناډايي پوځیان د نړیوالو ځواکونو په تناسب په څوومه درجه کې راځي.

خو د امریکا د پرکور ناستو پوځیانو د چارو وزارت (Department of Veterans Affairs) څرګنده کړې چې له افغانستان څخه راستانه شوي ۱۱٪ پوځیان، او له عراق څخه راستانه شوي ۲۰٪ پوځیان د PTSD په رنځ مبتلا دي.

خو یو شمیر کسان په دې نظر دي چې د کاناډايي پوځ د راپور احصائیه سمه نه ده، او د کاناډا په پوځ کې د ذهني ناروغانو شمیر ډیر زیات دی.

“ګریک ولویټ” چې زوی ته ئې په افغانستان کې ذهني مرض پیدا شوی، وايي چې اعلان شوي ارقام د اصلي شمیرې په پرتله ډیر کم دي. نوموړی د دې ارقامو په اړه شک څرګندوي او په اند ئې ممکن حقیقي شمیره د اعلان شوې هغې دوه چنده وي.

نوموړي د ناروغو پوځیانو له خدمت څخه هم شکایت کړی او ویلي ئې دی چې خدمت ئې په نشت حساب دی.

“ولویټ” خپل زوی (جون) د کاناډا د پیتاواوا له پوځي اډې څخه راویستلی، جون ته د خپلو وژلو شویو ملګرو ننګڅې کیږي او ډیر ورڅخه کړیږي.

د جون پلار وايي چې د چارواکو او روغتیايي پرسونل ترمینځ موجود واټن ددې سبب ګرځیدلی چې پوځیانو ته لازمه پاملرنه نه کیږي.

“دوی د PTSD ناروغانو سره څرنګه چې مناسبه ده هغسې تعامل نه کوي”.

نوموړی زیاتوي:

“د کاناډا پوځ دې ته تکړه دی چې خپلو سرتیرو ته د بل د وژلو طریقه ورزده کړي، خو د PTSD د ناروغانو د معالجې لپاره هیڅ کوم پیاوړی او ریښتینی نظام نه لري”.

د کاناډا په پارلمان کې د دیموکرات ګوند استازی (پیټر سټوفر) هم په دې نظر دی چې اصلي ارقام تر دې ډیر لوړ دي. نوموړی ئې علت دا بولي چې ځينې کسان خپله ناروغي پټه ساتي، یا له خلکو شرمیږي او یا له طبي معالجې ډاریږي.

د کاناډا د دفاع وزیر ویانده (پالوما اګیولر) ټینګار کوي چې حکومت به ئې د ناروغو پوځیانو د معالجې لپاره غوره تسهیلات برابر کړي.

پر افغانستان د امریکا په مشرۍ په نړیوال برید کې کاناډا د امریکا یو له مهمو ملګرو څخه وه. کاناډايي چارواکي په دې موده کې یوازې د ۱۵۸ سرتیرو وژل مني.

افغانستان ته راغلي بهرني ځواکونه همیشه د خپلو تلفاتو شمیر تر هغې اندازې لږ ښيي چې طالبان ئې ادعا کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د