شعـــــرونه

مهاجر: مشفق حريت مل

مشفق حريت مل

کيسې دي پروژې دي په نامه د مهاجر
نه ګټه د افغان شوله او نه د مهاجر

دا غونډې مجلسونه او د اچيغې ټول عبث دي
په دې کې راته نه ښکاري فايده د مهاجر

تورخم کې په زرګونو افغانان خواران کړيږي
خو چا وانه ورېدله هيڅ ناره د مهاجر

که څوک لري احساس له زړه به يې هيڅکله ونه وځي
که چا وليدو يو ځلې خوار زړه د مهاجر

عبث چيغې وهي چې لر او بر پښتانه يو دي
والله که غم وي کړی پښتانه د مهاجر

پيسې او پروژې يې په نومونو راټوليږي
د ګټې او بچت ښه وسيله ده مهاجر

له خدای نه اجر غواړي پيغمبر مو مهاجر و
نو ځکه په همدې باندې ډاډه ده مهاجر

هميش يې په حالت باندې درديږم او کړيږم
مشفقه يم په حال باندې خفه د مهاجر

۲۰۱۶/۰۶/۰۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x