نړۍ

د سوریې ځواکونه د داعش «پایتخت» پر پولو ور اوښتي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۵مه، ۱۳۹۵ ل): د بشارالاسد رژیم ځواکونه چي د هوا له لاري یې روسي ځواکونه مرسته کوي د داعش «پایتخت» رقه ولایت پر پولو ور اوښتي دي.

د سوریې بریتانیا میشتي بشري حقونو د څار ډله وایي چي روسي هوایي ځواکونو په حماه ولایت کي د رقه ولایت پولو ته څېرمه سختي بمباری کړي او د رژیم ځواکونه د رقه حدودو ته داخل سوي دي.

رامي عبدالرحیم چي د سوریې د بشري حقونو د څار ډلي مشر دی اسوشیټډ پریس خبري اژانس ته ویلي: د شنبې په سهار د رژیم ځواکونه چي د هوا له لاري یې روسي ځواکونه او د ځمکي له لاري یې د روسیې روزل سوي ملیشې ملاتړ کوي د رقه ولایت ته داخل سوي دي.

دا لومړۍ ځل دی چي د بشارالاسد رژیم ځواکونه د رقه ولایت څخه د ۲۰۱۴م کال په اګست میاشت کي تر وتلو وروسته دغه ولایت ته یوځل بیا داخلیږي او هلته پراخ عملیات پیلوي.

د سوریې په ختیځ کي د رقه ولایت د داعش «پایتخت» ګڼل کیږي، رقه د عراق د موصل ولایت سره اوږده پوله لري چي هلته دداعش تر ټولو قوي مرکز دی، د رژیم ځواکونو د حماه ولایت د اتریا سیمي څخه پر رقه ولایت برید کړی دی.

د یادوني وړ ده چي پر رقه ولایت د لویدیځ لوري څخه د کوردي ځواکونو له لوري چي امریکایي ځواکونه یې هوایي او ځمکنۍ مرسته کوي هم بریدونه روان دي، کوردي ځواکونه ښایي د طبقه بند ته ځان ورسوي کوم چي پر فرات پروت دی او د رقه ښار څخه ۴۰ کیلومتره واټن لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x