افغانستان

لاريون کوونکي : د بلخ والي دي استعفاء ورکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۵مه، ۱۳۹۵ل):بلخ ولايت نن د همدې ولايت د والي عطاء محمد نور پر ضد د لاريونونو شاهد وو

لاريون کوونکي له ملي بيرغونو او د بلخ د والي له داسي عکسونو سره چې چليپاوي پرې کښل شوي وې څرګندېدل .

دوی د والي پر ضد شعارونه ور کول او له حکومت څخه يې د عطا محمد نور د ګوښه کېدو غوښتنه کول .

په لاريونونو کې د بلخ ولايت سلګونه اوسېدونکو ، د ولايتي شورا مرستيال ، د جنبش ګوند غړي شجاع ، د ولايتي شورا پخواني رئيس خير اندېش ، د ولايتي شورا وکيل آصف مومند او نورو ګډون درلود .

د لاريون په مهال د عطاء محمد نور پر ضد د لاريون کوونکو او بدرګه کوونکو له لوري د نوموړي په اړه ويل کېده چې عطاء نور دلته غير قانوني وسلې وېشي ، شخصي زندانونه لري ، ځمکي غصبوي او غواړي بلخ ولايت د خپل ځان کړي .

لاريون کوونکو د بلخ د سرپرست والي عطاء نور د ګوښه کېدو غوښتنه له قيد او شرط پرته کول او ويل يې که ددوی غوښتني ونه منل شي نو په وار وار به بيا لاريونونه وکړي .

لاريونکونکو غوښتنه کول چې بلخ ولايت ته بايد داسي والي مقرر شي چې د مشخصي ډلي او حزب لپاره نه بلکي د اولس لپاره کار وکړي .

شجاع الدين شجاع چې د لاريون له تنظيمونکو څخه وو ويل چې دوی د بلخ د روانو بې عدالتيو د مخنيوي ، د قدرت د انحصار د ماتولو او هغه چا د مخنيوي لپاره را ټول شوي چې د ياد ولايت د هستۍ په خپلولو مشغول دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x