طالبان: کرزی د خپلې بېواکه واکمنۍ د غځولو لپاره دروغژن تبلیغات کوي

karzai guards co

طالبانو د کرزي هغه وینا په کلکه رد کړه چې ویلي ئې وه په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د هیواد د تجزیې لپاره یوه دسیسه ده.

نن ټکی اسیا ته په رارسیدلې اعلامیه کې د طالبانو د تحریک تاریخ ته په اشاره ویل شوي، چې طالبانو پخوا هم هیواد یو موټي کړی او د ژبنیو، قومي او سمتي تعصبونو څخه ژغورلی وه، او اوس هم د ملي یووالي او د هیواد د خپلواکۍ په لار کې بې دریغه قرباني ورکوي.

د اعلاميیې په وینا، خو د “اشغالګرو” او کرزي په راتګ سره هیواد یو ځل بیا د ملوک الطوایفۍ او انارشیزم په پنجو کې راګیر شو، د هیواد په هره سیمه کې جلا- جلا حکومتونه دي او د کابل اداره د خلکو د غولونې لپاره جوړه شوې.

په اعلامیه کې ویل شوي چې کرزی د خپلې بې کفایتۍ د پټولو، په هیواد کې د سولې او ارامۍ د وژلو، او د خپلې واکمنۍ د غځولو لپاره دا ډول څرګندونې کوي.

“کرزی چې نور یې ټغر په ټولېدو دی د خپلو ناکامیو، بې کفایتیو، فسادونو او درغلیو پټولو، او په ځانګړي ډول د اشغالګرو د پاتې کېدو او په هېواد کې د سولې او آرامۍ د وژلو اودخپلې بېواکه واکمنۍ د غځولو لپاره بې اساسه او دروغژن دحقیقته لیري تبلیغات کوي، او په دې توګه هڅه کوي د خلکو پام له خپلې پردۍ پالنې څخه په بل لوري واړوي”.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې دا دوهم ځل دی چې کرزی د ازادۍ د پروسې په وړاندې خنډونه ایجادوي.

“د۲۰۱۱ کال په دیسمبر میاشت کې د بون دغونډې پر مهال هم نوموړي دآزادۍ د پروسې په وړاندې خنډونه راپورته کړل، او اوس هم کله چې د هېواد د خپلواکۍ او ددایمي سولې دیقیني کيدو خبره شوي نوموړي بیا پوچو تبلیغاتو ته مخه کړه”.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د تیرې میلادي میاشت په ۱۸ په رسمي توګه پرانیستل شو، خو کله چې د کرزي او شمالي ټلوالې له غالمغال وروسته امریکا له قطري چارواکو وغوښتل چې د “اسلامي امارت” نوم او بیرغ د دفتر له ودانۍ ښکته کړي، طالبانو د دفتر دروازه وتړله او تر نن ورځې پورې د خبرو اترو پروسه په ټپه ولاړه ده.

له طالبانو سره د امریکایانو مخامخ خبرې اترې یو ځل په ۲۰۱۱ کال کې وروسته له هغه ځنډیدلې وې چې کرزي او شمالي ټلوالې د بون په غونډه کې له دغو خبرواترو سره مخالفت څرګند کړ.

دا دوهم ځل دی چې دا پروسه د کرزي او شمالي ټلوالې په مشترکو هڅو سپوتاژ کیږي.

مخکې کرزي په خپلو ویناوو کې دا خبره همیشه تکراروله چې کاشکې “طالبان وروڼه” یو معلوم ادرس ولري، او دا ئې هم ویل چې کاشکې د ملا محمد عمر ټلیفوني شمیره پیدا کړي او خبرې ورسره وکړي.

که څه هم د طالبانو له څرګندونو داسې ښکاري چې د کابل ادارې سره د یو مشروع حکومت د ممثل په حیث خبرو ته تیار نه دي، مګر هغه څه چې د طالبانو له اعلامیې څخه په ډاګه څرګندیږي هغه دا دي چې طالبان غواړي نړیوالو ته د کرزي د عدم صداقت عملي بیلګې ورپه ګوته کړي، ښايي همدا لامل وي چې په دې اعلامیه کې ئې په نړیوالو غږ کړی چې د کرزي په چل او دوکو ونه غولیږي، او ليكي:

“له همدې کبله نړیوال چې اوس یې حقیقت درک کړی باید له دې وروسته نور د نوموړي په مکر، دوکو او دسیسو تیر نه وزي، د ځمکنیو واقعیتونو په رڼا کې د افغان ولس غوښتنو او ارادو ته مثبت ځواب ووايي”.

طالبانو په خپله اعلامیه یو ځل بیا ټینګار کړی چې هیڅ چا ته به د هیواد د تجزیې اجازه ورنکړي. اعلامیه لیکي:

“لکه څه رنګه چې د اسلامي امارت په مخکنیو اعلامیو او په ځانګړي ډول د عالیقدر امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله په پیغامونو کې په رسا ټکو کې راغلي، اوس یو ځل بیا خپل ګران ولس او ټولې نړۍ ته په لوړ آواز وايي چې دهېواد اسلامي تشخص، خپلواکي او د ولس ملي یووالی یې له لومړنیو اهدافو څخه دي، اسلامي امارت به په هېڅ ډول هېچا ته اجازه او فرصت ور نه کړي چې دهېواد د تجزیې ناولي آرمانونه پوره کړي”.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د