نړۍ

نایجیر: د بوکوحرام په برید کي ۳۲ پوځیان وژل سوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۵مه، ۱۳۹۵ ل): د نایجیر او نایجیریا هیوادونو پر ګډه پوله بوسو ښار ته نژدې د بوکوحرام اسلامپالي ډلي برید لږترلږه د نایجیر هیواد ۳۰ تنه او نایجیریا دوه تنه پوځیان وژلي دي.

د نایجیر د فاع وزارت په یوه اعلامیه کي ویلي: د جمعې په ورځ د بوسو ښار د پوځ پر یوه مرکز د بوکوحرام سلګونه وسله والو برید وکړ، نن سهار سیمي ته مرستندویه ځواکونه ورسیدل او ټوله سیمه یې تصفیه کړل، حالت اوس تر کنترول لاندي دی.

د فاع وزارت ویلي چي د وسله والو په برید کي ددوی ۳۰ تنه پوځیان وژل سوي دي.

د ۲۰۱۵م کال د فبروري میاشتي راهیسي د نایجیر هیواد سویل ختیځه سیمه د بوکوحرام د بریدونو شاهده ده، وسله وال ګروپونه د نایجیریا څخه چي ددوی قوي مرکز بلل کیږي د نایجیر پر پولو را اوړي او هلته بریدونه کوي.

د تېرو شپږو کلنو په اوږدو کي د بوکوحرام او نایجیریا حکومت په جګړو کي لږترلږه شل زره وګړي وژل سوي او ۲.۶ میلیونه خلک د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ سوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x