دايروي شکل انتخابونکی سمارټ فون

د چين مو کسي نومې کمپنۍ وايي نړيوال بازار ته يې نوی ماډل کتېدونکی يا تاوېدونکی سمارټ فون وړاندي کړی

موکسي کمپنۍ هوډ لري چې د روان کال تر پايه نړيوال بازار ته سل زره نوي ماډل سمارټ فونونه وړاندي کړي چې قيمت به يې شاوخوا ۵ زره يوآن وي ((۵ زره يوآن ۵۲۰۰۰ افغانۍ کيږي)) .

نوی چينايي سمارټ فون تر کتېدو وروسته دايروي شکل ځانته غوره کوي او استعمالونکي کولای شي د لاسي ساعت په ډول يې پر خپل لاس تاو او نصب کړي .

مودې وړاندي ډول ډول تاوېدونکي يا کتېدونکي سمارټ فونونه جوړ شوي وو دا چې هغه د رانيولو او خرڅولو لپاره نه بلکه د يو تجربې په اساس جوړ شوي وو ځکه د خاص پام وړ و نه ګرځېدل .

د دې تاوېدونکي ماډل سمارټ فون يوه کمزوري چې څېړونکي يې په ګوته کوي داده چې ويډيو د نورو په څېر په کې سمه نه ښکاري ځکه ياد سمارټ فون اوږد او نرۍ دی د نورو په څېر پراخ ندی .

کلونه وړاندي د سام سنګ له لوري د دې ډول سمارټ فونونو د جوړولو يادونه کېدل خو اوس موکسي کمپنۍ ميدان يو وړ او کتېدونکی سمارټ فون يې بازار ته وړاندي کړ .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د