
د نړۍ تر ټولو اوږد او ژور تونل
د شمالي او جنوبي اروپا تر منځ د چټک تګ را تګ لپاره په سويټزرلنډ هيواد کې له دوو لسيزو ودانيزو چارو وروسته د اورګاډي ستر تونل پرانيستل شو .
د ګورټ هورډ په نوم رسماً پرانيستل شوی تونل ۵۷ کيلومتره اوږد والی لري او د نړۍ تر ټولو اوږد او ژور تونل بلل کيږي .
د سويټزرلنډ هيواد چارواکي خوښي څرګندوي او وايي د اروپا د خپل منځي باروړونکي ټرانسپورټ په برخه کې به ياد تونل د پام وړ بدلونونه راولي .
د ياد تونل له لاري به هره ورځ يوازي په ۱۷ دقيقو کې ۲۶۰ باروړونکي او ۶۵ د سپرليو اورګاډي تګ راتګ کوي .
که وړاندي لاړشو نو وبه وينو چې د فرانسې او برتانيا نښلونکی تونل په نړۍ کې ستر تونل وو خو وروسته له هغه چې د چاپان تونل د ۵۳.۹ کيلومتره اوږدوالي په اندازه جوړ شو د فرانسې او بريتانيا نښلونکی تونل دوهم مقام ته را ټيټ شو مګر اوس د سويټزرلنډ تونل له رغېدني او رسماً پرانيستني سره د جاپان اوږد تونل د نړۍ لومړی مقام له لاسه ورکړ او د نړۍ دوهم اوږد تونل وبلل شو .
د نړۍ دا اوږد تونل به د هالند روتردام او د ايټاليا جينوا ښارونو تر منځ د اورګاډي اړيکه ساتي .
بايد ووايو چې د نړۍ دا اوږد تونل د ۱۲ دولس ميليارد ډالرو په مصرف جوړ شوی .