افغانستان

راپور – امریکایان خپل ټانګونه په خپله له منځه وړي

https://i2.wp.com/3.bp.blogspot.com/_aZEHrccSuuE/RrdeHuFv77I/AAAAAAAAEfQ/BhFVztCXup4/s400/image_1.jpg?w=708د روسیې خبري اژانس په افغانستان کې دامریکایي ځواکونو په حواله خبر ورکوي ، چې امریکایي ځواکونه چې له افغانستان وتلو ته ځان جوړوي ، دې هیواد ته راوړی خپل پوځي تخنیک  او وسایط په خپله له منځه وړي .

دا راپور چې دروسیي دخبري اژانس خبریال رومان مامونوف  لیکلی دی ، دامریکایي نظامیانو په حواله کاږي ، چې امریکایان په شدت لګیا دي ترڅو  دتیښتي لپاره خپلې اماده ګۍ بشپړې کړي ، په دې لړ کې هغه پوځي تخنیک ، وسائل او وسائط  چې افغانستان ته راوړل شوي او په جنګ کې استعمال شوي دي ، که امریکایان یې بیرته  امریکا ته رسوي ، نوډیره زیاته  خرچه پرې راځي نو ځکه اړ دي ، چې همدلته یې له منځه  یوسي .

امریکایي چارواکو خبریال ته ویلي چې په دې لړ کې تراوسه  امریکایانو د ۷ ملیارده ډالرو په قیمت  بیلابیل پوځي وسائل په خپله له منځه وړي  او لا هم دا بهیر په شدت جریان لري .

راپور وایي هغه مختلف پوځي تجهیزات  چې له منځه وړل شوي ، وزن یې تر ۷۷ ټنه زیات دی ، په دې سربیره تراوسه  ۲۰۰۰  دماین ضد ټانګونه او پوځي موټر هم له منځه وړل شوي ، چې دهر یوه قیمت په اوسط ډول یو ملیون ډالره دی .

امریکایي چارواکو  دروسیې خبري اژانس خبریال ته ویلي ، دغه تجهیزات  او وسایط یې ځکه له منځه وړي ، ترڅو دافغان ځواکونو لاس ته ونه لویږي  ، دوی وایي ، ددې وسائلو بیرته وړل  او امریکا ته رسول خورا ګران پریوزي ،دغه راز داوسائل دومره ګران دي چې څوک یې اخیستلو ته هم زړه نه ښه کوي  نو  ددې لپاره چې پاته نه شي او دافغان ځواکونو لاس ته ورنشي ، موږ مجبور یو چې په خپله یې له منځه یوسو .

امریکایي چارواکي وایي  افغانانو ته  دغه پوځي وسائل ځکه نه سپاري چې یو خو حقوقي موانع موجود دي ، او بل دوی مطمئن نه دي چې افغان عسکر دغه وسائل استعمال کړای شي .

دمایکل شانک په نوم یو امریکایي چارواکی وایي : ددې وسائلو له منځه وړل زموږ دهیواد او مالیه ورکوونکو لپاره وحشت ناک دي ، ۷ ملیارده ډالر تباه شول خو هیچا ته یې هیڅ ګټه ونه کړه  دغه دوسایطو له منځه وړل  چاپیریال ته هم تاوان پیښوي ، مګر زموږ مجبوریت دی .

راپور  وایي دعراق له جنګ نه وروسته امریکایانو خپل پوځي تجهیزات  له منځه نه یووړل ، بلکې ګاونډي کویټ ته یې  وایستل ، چې ځیني یې له هماغه ځایه بیرته امریکا ته ورسول شول ، مګر په افغانستان کې دامریکایانو دغه کړنه د ډیرو لپاره حیرانوونکې ده  .

باید وویل شي ، چې امریکایانو یوازې روغ او فعال وسایط له منځه وړی ، دامریکایانو هغه ټانګونه چې  په چاودنو او جګړو کې له منځه تللي ، زیاتره یې امریکایانو له خپلوقرارګاوو سره  ترخاورو لاندې ښخ کړي دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x