ورزش

د کرکټ بورډ پرمختیايي لوبډلې حبیب بانک ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۵مه ۱۳۹۵ل): نن د افغانستان کرکټ بورډ پرمختیايي لوبډلې او د پاکستان حبیب بانک لوبډلې تر منځ وروستۍ یوه ورځنۍ لوبه ترسره شوه چې دغې لوبې کې د کرکټ بورډ لوبډلې د حبیب بانک لوبډلې ته په دریو ویکټو ماتې ورکړه.

د کرکټ بورډ پرمختیايي لوبډلې د لوبې پچه وګټله او سیالې لوبډلې ته يي د لومړۍ توپ وهنې بلنه ورکړه. د حبیب بانک لوبډلې په ټاکلو شوو ۴۰ اورونو کې خپل ۹ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۲۷ منډې جوړې کړې.

د حبیب بانک لپاره محمد وقاص په ۷۳ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۹ او امام الحق په ۶۳ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۵۰ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د کرکټ بورډ پرمختیايي لوبډلې لپاره نجات مسعود او سید شیرزاد درې درې ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچونه وکړه. جاوید احمدي او راشد خان هم یوه یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنې کې د کرکټ بورډ پرمختیايي لوبډلې په ۳۹.۴ اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د عمران جنت او افسر ځاځی غوره توپ وهنې سره ۲۳۰ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې افسر ځاځی په ۸۲ توپونو د پنځو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۷ او عمران جنت په ۶۱ توپونو د پنځو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۶ منډو جوړولو سره غوره توپ وهنه وکړه.

جاوید احمدي ۱۲، حشمت الله شهیدي ۲۹، نجیب الله ځدران ۲، ناصر جمال ۳ او راشد خان ۱۳ منډې جوړې کړې. رحمت شاه ۳۶ او نواز خان ۳ منډو جوړولو سره ناسوځیدلي پاتې شول.

د حبیب بانک لوبډلې لپاره عثمان خان ۲، محمد نعیم ۲، امام الحق ۱ او محمد وقاص هم یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x